لغمان کې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي هلې ځلې

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۴ - ۱۸:۴۸
لغمان کې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي هلې ځلې


۴ سلواغه ۱۴۰۱ه‍.ش
۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۴ ه‍.ق
دلغمان ولایت دغصب دمخنیوي او غصب شوو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوی ددې ولایت دکرنې، اوبولګولواومالدارۍ رییس الحاج مولوي محمدولي محسن په مشرۍ علینګار ولسوالۍ اړوند اوي ناو سیمې ته په داسې حال کې سفر وکړ چې ددې ولسوالی ولسوال قاري ذاهدالله فاتح او دامنیې قوماندان مظلوم یار هم ورسره ملګري وو.
دلغمان ولایت دغصب دمخنیوي او غصب شوو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوی ددې سفر په ترڅ کې لومړی دعلینګار ولسوالی اړوند داوي ناو سیمې هغې سیمې ته لاړ په کومه امارتي سیمه کې، چې خیرالله په نوم یو شخص په امارتي  ځمکه کې کور جوړ کړئ ؤ او څه موده وړاندې په همدې سیمه باندې د کچور او اوي ناو سیمو منازعه هم واقع شوې وه. 
دتخنیکي پلاوی دپریکړې د ولایت مقام په تایید او دغصب مخنیوي اوغصب شوو ځمکو داسترداد کمیسیون دهدایت په اساس ددې کور ځمکه امارتي تثبیت شوې وه او دړنګولو حکم شوی ؤ نو په همدې موخه تخنیکي پلاوی عملاً سیمې ته لاړ ترڅو کور څخه ماشومان تخلیه کړي او خوندي ځای ته یې انتقال او کور ړنګ کړي.
وروسته تخنیکي پلاوی داوي ناو سیمې د امارتي ډاگ په سیمه کې دهغو اشخاصو نوې ابادي ړنګې کړلې کوم چې غاصبینو غوښتل، چې یاد امارتي ډاگ غصب کړي.
دلغمان ولایت دغصب دمخنیوي او غصب شوو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوی مشر مولوي محمدولي محسن دسیمې په خلکو دتېر په څېر بیاهم غږ وکړ چې هیڅوک نشي کولای په امارتي ډاگونو کې نوې ابادي وکړي؛ محسن زیاته کړه که هرشخص سرغړونه وکړه نو دقانون له مخې به مجازات کیږي.او همدارنګه محسن دیادې ولسوالۍ ولسوال او امنیې قوماندان ته سپارښتنه وکړه کومې سیمې، چې   دتخنیکي پلاوی له خوا امارتي تشخیص اوتثبیتیږي هیڅوک پرینږدي، چې په یادو ځایونو کې نوې ابادي وکړي او سرغړونکي دې مجازات کړي. 
 په ورته مهال دعلینګار د ولسوال او امنیې قوماندان له لوري تخنیکي پلاوی ته په یاده برخه کې دهمکارۍ ډاډ ورکړل شو.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت