د ننګرهار دکرنې ریاست: شېرزاد ولسوالی کې ۵۷۲۳ جریبه امارتي ځمکه تثبیت شوه

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۴ - ۱۳:۳۵
د ننګرهار دکرنې ریاست: شېرزاد ولسوالی کې ۵۷۲۳ جریبه امارتي ځمکه تثبیت شوه


۴ سلواغه ۱۴۰۱ه‍.ش
۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۴ ه‍.ق
ننګرهار کې د امارتي ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي، چې په کې د ننګرهار د عدلیې رییس، د څارنوالی رییس ، حج اوقافو ریس، کار او ټولنیزو چارو رییس، ښارجوړونې رییس، د ښاروالۍ مرستیال، د ننګرهار مستوفي، د امنیه قومندانۍ مرستیال، د کدستر امر، د قضایای امارت امر د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریس مولوی عبدالستار محمد په مشرۍ د شېرزادو ولسوالی اړوند د ګندمګ کلي په بېلابېلو سیمو کې نږدې ۵۷۲۳ جریبه اماراتي ځمکه تثبیت کړه. 
د ننګرهار د کرنې ادارې رییس او د تخنیکي پلاوی مشر مولوی عبدالستار محمد وايي، چې د ولایت محترم مقام د هدایت سره سم د یادي ولسوالی د ګندمګ کلی د سفر په ترڅ کې او د دوو قومونو هر یو لقمان خېلو او پننګزيو تر مینځ په کومه دښته چې نږدې ۳۵۲۹  جریبه کېږي لانجه پورته شوي وه له نږدې څخه لیدنه وشوه. 
محمد زیاته کړه چې د دواړو قومونو له مشرانو سره د یادې دښتې په اړه هیڅ قسم شرعي اسنادو شتون نه درلوده، چې د کدستر د فنې مسولینو د بررسۍ څخه وروسته یاده دښته د تخنیکې پلاوی د غړو لخوا امارتي ملکیت تثبیت شو، او د دواړو قومونو مشرانو ته خبردارې ورکړل شو چې په یاده ساحه کې د تصرف څخه ډډه وکړي او که هر جانب سرغړونه وکړه عدلیي او قضایي ارګانونو ته به ور وپېژندل شي. 
ورته مهال د تخنیکي پلاوی غړو د ګندمګ په بله سیمه کې چې د غیر مسؤلو اشخاصو لخوا پکې د ودانیو جوړولو لپاره تیګې اچول شوي وې نږدې ۲۱۹۴ جریبه اماراتي ځمکه تثبیت کړه، او د کار د مخنیوي او سرغړونکو د نیولو په موخه یي د ولسوالی مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې هیچاته اجازه ورنکړې په امارتې ملکیتونو کې کار او نوی تصرفات وکړي
باید وویل شي، چې د ځمکو د غصب د مخنيوي کميټې تر دې دمه په ننګرهار ولایت کې د ډېرو امارتي ځمکو د غصب مخنيوی کړی او د ټول ولايت په کچه د ځمکو د‌ غصب د مخنيوي او د‌ غصب شويو ځمکو د‌ بېرته ګرځولو په موخه يې د عملياتي پلان تطبيق جريان لري.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت