دکرنې او مالدارۍ په سکټور د پانګونې پر ملاتړ د کرنې وزیر ټینګار

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۸ - ۱۶:۵۰
دکرنې او مالدارۍ په سکټور د پانګونې پر ملاتړ د کرنې وزیر ټینګار


  ۲۸ مرغومې ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۵ جُمادیَ الثّاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري، د ترکیې هېواد د (T.S.A. Holding) شرکت مسوول محمدظفر مغل اغلو سره په لیدنه کې وویل، چې دکرنې په برخه کې پانګونه لومړیتوب دی، او موږ ترې ملاتړ کوو، په دې برخه کې بهرنیو او کورنیو سوداګرو ته د پانګونې اسانتیاوې برابروو.
ښاغلی عمري زیاته کړه: «افغانستان متنوع اقلیم لري او د بېلابېلو کرنیزو محصولاتو او مېوو حاصل ورکونې په پار پانګونې ته مناسب دی او موږ ترې ملاتړ کوو.»
د (T.S.A. Holding) شرکت مسوول او پانګوال محمدظفر مغل اغلو وویل: «موږ په بېلابېلو برخو کې فعالیت لرو، د اوبولګولو(کانالونو او لمریزو پمپونو)، د غنمو اصلاح شوي تخمونو او کرنیزو ماشینونو په برخه کې زموږ فعالیتونه دي.»
ظفر اغلو په بېلابېلو برخو کې دهمکارۍ ژمنه وکړه او ویې ویل، که طبي بوټي قانوني جنبه خپله کړي ډېر ګټور دي، چې د درملو په جوړو کې به ښه پلور ولري.
د اسلامي امارت تر بیا واکمنېدو وروسته، دنړۍ له بېلابېلو هېوادنو په ځانګړې توګه ترکیې  څخه پانګوال د هېواد په بېلابېلو برخو په ځآنګړې توګه د اوبولګولو، مالدارۍ، کرنې او ترویج په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلي دي.

تاکید وزیر زراعت بر حمایت از سرمایه گذاری در سکتور زراعت و مالداری 
۲۸ جدی ۱۴۰۱ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمر وزیر زراعت در دیدار با محمد ظفر مغل اغلو مسوول شرکت (T.S.A. Holding) کشور ترکیه گفت، اولویت مهم سرمایه گذاری در بخش زراعت است و ما از آن حمایت می‌کنیم، زمینه سرمایه‌گذاری در این بخش را برای سرمایه‌گذاران داخلی و خارجی مهیا می‌سازیم.
مولوی عطاءالله عمری علاوه کرد، کار در بخش آبیاری و ساخت کانال‌ها نیاز مبرم مردم ما است، هم‌چنان حمایت دهاقین در بخش تخم‌های بذری و تکنالوژی مدرن زراعتی ضروری است.
آقای عمری افزود: «افغانستان با تنوع اقلیم و حاصل‌دهی محصولات مختلف زراعتی و میوه‌جات نیاز به سرمایه‌گذاری دارد و ما از آن حمایت می‌کنیم».
محمد ظفر مغل اغلو سرمایه گذار و مسوول شرکت (T.S.A. Holding) گفت:« ما در بخش مختلف فعالیت داریم، آبیاری (کانال‌ها و سولر پمپ‌ها) تخم‌های اصلاح شده بذری گندم و ماشین‌آلات زراعتی مدرن».
ظفر اغلو وعده همکاری در بخش‌های مختلف را سپرده و گفته است اگر نباتات طبی جنبه قانونی خود را بگیرد خیلی مفید است تا با ساخت داروها فروش خوبی داشته باشد.
پس از روی کار آمدن امارت اسلامی سرمایه‌گذاران مختلف از کشورهای جهان به ویژه ترکیه علاقه‌مندی سرمایه‌گذاری در بخش‌های مختلف به‌خصوص آبیاری، مالداری، زراعت و ترویج نشان داده اند.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۵:۱۵
Background image

دلغمان د کرنې رییس د کرنې وزارت د کرنیزو تخمونو د تصدیق کولو رییس سره وکتل

۲۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
دلغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس ا مولوي عبدالستار محمد د خپل کار په دفتر کې د کرنې وزارت د کرنیزو تخمونو د تصدیق کولو رییس مولوي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۲:۳۱
Background image

کرنې وزارت کې د سروي کدستر بستونو لپاره ازموینه واخیستل شوه

۲۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست په چوکاټ کې د سروي کدستر اړوندو«ان.ټي.اې» بستونو لپاره ازموینه ترسره شوه.
په دې ازموینه کې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۹:۵۷
Background image

خوست کې د غنمو ننداریزو کروندو لپاره اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۲۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت اړوند د کرنیزو چارو عمومي مدیریت د غنمو د حاصلاتو د لوړولو او د معیاري. . .

بازگشت