افغانستان لپاره د ناروې کمېټې ولایتي چارواکو د پکتیکا دکرنې رییس سره وکتل

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۸ - ۱۰:۳۰
افغانستان لپاره د ناروې کمېټې ولایتي چارواکو د پکتیکا دکرنې رییس سره وکتل

  ۲۸ مرغومې ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۵ جُمادیَ الثّاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمداسمعیل شکیب د خپل کار په دفتر کې؛ افغانستان لپاره د ناروې کمېټې ولایتي چارواکو سره وکتل.
په دې کتنه کې یادو چارواکو افغانستان لپاره د ناروې کمېټې د کړنو، فعالیتونو او پلانونو په هکله د پکتیکا دکرنې رییس ته راپور وړاندې کړل.
دغه راز په دې کتنه کې د پکتیکا دکرنې رییس مولوی محمداسمعیل شکیب افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له فعالیتونو څخه د خوښۍ او مننې ترڅنګ یادو چارواکو ته د هرراز همکاریو ډاډ ورکړ.
افغانستان لپاره د ناروې کمېټه د پکتیکا ولایت زرګونو کورنیو ته د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو مرستې وېشلي او دا لړۍ اوس هم روانه ده.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۵۳
Background image

د ننګرهار په درېیو ولسوالیو کې ۶۰ کورنیو ته د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره د هګیو چرګان ووېشل شول

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډاکار مؤسسې په مالي ملاتړ د دې ولایت په کوټ، رودات او هسکې مېنې ولسوالیو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۲:۵۳
Background image

د پکتیکا دکرنې رییس د هالنډ کمېټې چارواکو سره وکتل

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی لعل محمد ګوهر، د هالنډ کمېټې له چارواکو سره د همکارۍ د پراختیا په موخه ناسته ترسره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۱۵
Background image

د میدان وردګو سیداباد کې ۱۳ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ او د «ان‌سي‌اې» مؤسسې په مالي ملاتړ ۱۳. . .

بازگشت