د زابل نوبهار کې په زرو کروندګرو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۸ - ۱۰:۲۳
د زابل نوبهار کې په زرو کروندګرو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

 د زابل دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «ADA» مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د نوبهار ولسوالی په زرو کروندګرو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشلي دي.
د زابل دکرنې ریاست وویل: «د ADA مؤسسه د زابل دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ د نوبهار ولسوالی په زرو مستحقو کروندګرو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشلي دي». 
د چارواکو په خبره په دې لړۍ کې په هر بزګر ۵۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوي تخم، ۵۰ کیلوګرامه تورسره(DAP) او ۵۰ کیلوګرامه سپینه سره وېشل شوي دي. او ترڅنګ یې یاد کروندګر د کرکیلې پر بېلابېلو موضوعاتو روزل شوي هم دي.
ددغو مرستو موخه د بېوزله بزګرانو ملاتړ او په دې لایت کې د غنمو حاصلاتو زیاتوالي ته زمینه برابرول دي،

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۵۳
Background image

د ننګرهار په درېیو ولسوالیو کې ۶۰ کورنیو ته د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره د هګیو چرګان ووېشل شول

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډاکار مؤسسې په مالي ملاتړ د دې ولایت په کوټ، رودات او هسکې مېنې ولسوالیو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۲:۵۳
Background image

د پکتیکا دکرنې رییس د هالنډ کمېټې چارواکو سره وکتل

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی لعل محمد ګوهر، د هالنډ کمېټې له چارواکو سره د همکارۍ د پراختیا په موخه ناسته ترسره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۱۵
Background image

د میدان وردګو سیداباد کې ۱۳ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ او د «ان‌سي‌اې» مؤسسې په مالي ملاتړ ۱۳. . .

بازگشت