د ټاپي پروژې په اوږدو کې د ځمکې استملاک دکار پیل په پار هلې ځلې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۸ - ۹:۸
د ټاپي پروژې په اوږدو کې د ځمکې استملاک دکار پیل په پار هلې ځلې

د کرنې وزارت د استملاک لوی رییس د کانونو او پټرولیم وزیرمولوی شهاب الدین دلاور په رهبرۍ د ټاپي پروژې رییس او د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت له یوشمېر چارواکو سره وکتل او د ټاپي پروژې په اوږدو کې د استملاک لړۍ د پیل په پار خبرې اترې وکړې.
دا غونډه، چې دکرنې، کانونو او پټرولیم او مالیې وزارتونو، د چاپېریال ساتنې ادارې او د افغانستان مرکزي بانک د چارواکو په شتون کې دکانونو او پټرولیم په وزارت کې په لاره اچول شوې وه، په کې د ترکمنستان له خوا د ترکمنستان د ګازو نل لیکې شرکت اجرایي رییس محمد امانوف، او د بهرنیو چارو وزارت استازي ګډون کړي ؤ.
په دې غونډه کې، په افغانستان کې د ټاپي پروژې د پلي کولو پر څرنګوالی، استملاک او د ټاپي پروژې په اوږدو کې د ځمکو د مالکیت پر حق خبرې او د نظرونه تبادله وشوه.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د استملاک لوی رییس مولوی عبدالعلي عمري د ټاپي پروژې په اوږدو کې د استملاک د چارې د پیل په پار ددې وزارت د چمتووالي په هکله خبرې وکړې، او ډاډ یې ورکړ، چې د استملاک په برخه کې د اړوندو اداراتو له خوا د لازمو اسانتیاوو د برابرولو په صورت کې ددې لړۍ پیل ته چمتو دي.
د ټاپي ګاز لیکه په ټولیزه توګه یوزر او ۸۱۴ کیلومتره اوږدوالی لري، چې ۱۴۷ کیلو مټر یې د ترکمنستان له خاورې، ۷۳۵ کیلومټر یې د افغانستان له خاورې، چې د هرات، فراه، هلمند او کندهار ولایتونو څخه تېرېږي او د پاکستان په خاوره کې له ۸۰۰ کیلومتره وروسته هند ته رسېږي.

لاش‌ها به‌منظور آغاز کار استملاک زمین‌های ‌مسیر پروژه تاپی  
رییس عمومی استملاک وزارت زراعت طی نشستی به رهبری مولوی شهاب الدین دلاور وزیر معادن و پطرولیم  با رییس پروژه تاپی و شماری از مسوولان وزارت خارجه ترکمنستان دیدار کرده و در مورد آغاز روند استملاک مسیر پروژه تاپی بحث کردند. 
این نشست که با اشتراک مسوولان وزارت زراعت، معادن و پطرولیم، مالیه، اداره حفاظت  از محیط زیست و بانک مرکزی افغانستان در وزارت معادن و پطرولیم برگزار شده بود در آن  از جانب ترکمنستان محمد امانوف، رئیس اجرایی شرکت خط لوله گاز ترکمنستان، نمایندگان وزارت‌های خارجه اشتراک کرده بودند.
در این نشست در مورد چگونگی تطبیق پروژه تاپی در افغانستان؛ استملاک و تثبیت حق مالکیت زمین‌های مسیر پروژه تاپی بحث و تبادل نظر شد.
مولوی عبد العلی عمری رییس عمومی استملاک وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از آماده‌گی‌های این وزارت مبنی بر آغاز کار استملاک مسیر پروژه تاپی سخن زده و اطمینان داد که در صورت فراهم نمودن سهولت‌های لازم از جانب نهاد‌های ذیربط در بخش استملاک وزارت زراعت آماده آغاز این روند می‌باشد.
لوله گاز تاپی مجموعأ  یک هزار ۸۱۴ کیلومتر طول دارد که ۱۴۷ کیلومتر از خاک ترکمنستان، ۷۳۵ کیلومتر آن از خاک افغانستان، از ولایت‌های هرات، فراه هلمند و قندهار با طی ۸۰۰ کیلومتر از خاک پاکستان به هند خواهد رسید.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۵:۱۵
Background image

دلغمان د کرنې رییس د کرنې وزارت د کرنیزو تخمونو د تصدیق کولو رییس سره وکتل

۲۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
دلغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس ا مولوي عبدالستار محمد د خپل کار په دفتر کې د کرنې وزارت د کرنیزو تخمونو د تصدیق کولو رییس مولوي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۲:۳۱
Background image

کرنې وزارت کې د سروي کدستر بستونو لپاره ازموینه واخیستل شوه

۲۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست په چوکاټ کې د سروي کدستر اړوندو«ان.ټي.اې» بستونو لپاره ازموینه ترسره شوه.
په دې ازموینه کې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۹:۵۷
Background image

خوست کې د غنمو ننداریزو کروندو لپاره اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۲۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت اړوند د کرنیزو چارو عمومي مدیریت د غنمو د حاصلاتو د لوړولو او د معیاري. . .

بازگشت