دکرنې وزارت اداري غونډه دائره شوه

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۷ - ۱۷:۲۶
دکرنې وزارت اداري غونډه دائره شوه


۲۷ مرغومې ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۴ جُمادیَ الثّاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال باز محمدفیضان او دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني په رهبرۍ او دغه راز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مرکزي رییسانو په شتون کې دکرنې وزارت اداري غونډه په لاره واچول شوه.
دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوی باز محمدفیضان په دې غونډه کې وویل، هر وزارت ته چې کوم مکتوب او یا هدایت لېږل کېږي باید دکرنې وزارت د رهبرۍ په همغږۍ ولېږل شي، که چېرې بودیجه په سمه توګه ونه لګول شي، ټولوریاستونو ته ستونزه ده، فعالیتونه باید منسجم او په همغږۍ ترسره او په ښه ډول پرمخ ولاړې شي.
دغه راز په دې غونډه کې دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم وویل: «که هرڅوک خپل مسوولیت ته پاملرنه وکړي موږ خپلې موخې ته نږدې کېږو او ستونزې کمېږي.»
له نورو ریاستونو او اداراتو سره همغږي او انسجام، د ریاستونو د اختصاصي بودیجې وضاحت، په مرکز او ولایتونو کې د کرنې میکانیزه کولو په برخه کې ستونزې، د اصولو، قوانینو او اړتیاوو پر بنسټ د بودیجې لګول او په برېښنا، ګاز او نورو چارو کې صرفه جویي هغه موضوعات ول، چې په دې غونډه کې پرې خبرې وشوې.
دکرنې وزارت اداري غونډه د مرکزي ریاستونو او دویمو واحدونو د ستونزو د حل په پار د ترتیب شوې اجنډا پر بنسټ دکرنې په وزارت کې په لاره اچول کېږي.

جلسه اداری وزارت زراعت برگزار شد
۲۷ جدی ۱۴۰۱ هـ.ش
جلسه اداری وزارت زراعت به رهبری مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت و مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری با اشتراک رییسان مرکزی و مسوولان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برگزار گردید.
مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی در این جلسه گفته است، هر مکتوب یا هدایاتی که به هر وزارت‌خانه ارسال می‌گردد در هماهنگی رهبری وزارت زراعت باشد، در صورتی که بودیجه درست مصرف نه‌شود مشکل برای تمام ریاست‌ها است، فعالیت‌ها باید به صورت منسجم و هماهنگ صورت گیرد و به‌شکل خوب آن به‌پیش برود.
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری در این جلسه گفت:« اگر هرکس به مسوولیت خود متوجه شود ما به هدف خود نزدیک می‌شویم و مشکلات کمتر می‌شود.»
انسجام و هماهنگی بین ریاست‌ها و ادارات دیگر، وضاحت‌سازی بودیجه اختصاصی ریاست‌ها، مشکلات میکانیزه زراعتی در مرکز و ولایات، مصرف بودیجه در مطابقت به اصول، قوانین و مطابق نیاز و صرفه جویی در برق، گاز و سایر مواد محور بحث جلسه بوده است.
جلسه اداری وزارت زراعت  مطابق به اجندا ترتیب شده به‌منظور حل مشکلات ریاست‌های مرکزی و واحد های دومی در وزارت زراعت برگزار می‌شود.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۵۳
Background image

د ننګرهار په درېیو ولسوالیو کې ۶۰ کورنیو ته د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره د هګیو چرګان ووېشل شول

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډاکار مؤسسې په مالي ملاتړ د دې ولایت په کوټ، رودات او هسکې مېنې ولسوالیو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۲:۵۳
Background image

د پکتیکا دکرنې رییس د هالنډ کمېټې چارواکو سره وکتل

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی لعل محمد ګوهر، د هالنډ کمېټې له چارواکو سره د همکارۍ د پراختیا په موخه ناسته ترسره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۱۵
Background image

د میدان وردګو سیداباد کې ۱۳ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ او د «ان‌سي‌اې» مؤسسې په مالي ملاتړ ۱۳. . .

بازگشت