د پکتیکا ولایت د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټې لسمه غونډه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۰ - ۱۴:۲۳
د پکتیکا ولایت د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټې لسمه غونډه

۲۰ مرغومې ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۷ جُمادیَ الثّاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
 د پکتیکا ولایت د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد تخنیکي ټیم د چارو د لاښه والي د لازمو پرېکړو نیولو اړوند لسمه غونډه تر سره کړه.
ياده غونډه چې د پکتیکا ولایت کرنې ریاست کې دائره شوې وه پکې د پکتیکا ولایت دکرنې رییس مولوی محمداسماعیل شکیب د تخنیکي ټیم رییس، او ددې ټیم یوولس کسیزه غړي ګډون درلود.
په پیل کې د پکتیکا کرنې رییس مولوی محمداسماعیل شکیب د پیل وینا وکړه او په هغو ستونزو او مشکلاتو يې رڼا واچوله چې د پکتیکا ولایت د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد تخنیکي ټیم به ورسره د کار په جریان کې مخامخ کېږي.
نوموړي د خپلو خبرو په جریان کې زیاته کړه چې د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد تخنیکي ټیم ته د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه لخوا ډېر دروند مسؤلیت ورسپارل شوی چې د یاد مسؤلیت د ښه پرمخ وړلو لپاره په چارو کې اخلاص او صداقت ته اړتیا ده او یاد تخنیکي ټیم باید په ګډه د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه لخوا ورسپارل شوی مسؤلیت په ښه شان سره ترسره کړي.
دا چې په تېر کې غاصبينو د موقع څخه په استفادې د افغانستان ډېرې دولتي او همدارنګه د خلکو شخصي ځمکې غصب کړي او لا هم هڅه کوي چې غصب شوي املاک په خپل تصرف کې وساتي خو خوشبختانه د افغانستان اسلامي امارت په واکمنېدو سره يادې موضوع ته پام ډېر  شوی او په زرهاوو جريبه ځمکه د غاصبينو له منګولو آزاده شوې او د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد تخنیکي ټیم په رامنځ ته کېدو سره به یاده چاره لا چټکتیا ومومي او هیچا ته به د دولتي املاکو د غصب اجازه ورنکړل شي او همدارنګه هغه دولتي املاک چې پخوا د زورواکانو لخوا غصب شوي د تخنیکي ټيم لخوا به مشخص شي او د غاصبينو له منګولو به آزاد کړل شي.
د غونډې په جریان کې د تخنیکي ټیم غړو په نوبتي ډول خپل نظریات شریک کړل او د تخنیکي ټیم د چارو د منظم پرمخ وړلو لپاره ځينې اړين مسایلو اړوند بحث وشو.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۹:۴
Background image

د کرنې وزارت پلاوي په مسکو کې له افغان سوداګرو سره د پانګونې د پراختیا په موخه وکتل

۲۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو پلاوی، چې مشري یې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني کوله، د مسکو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۹:۱
Background image

فاریاب کې د ۱۰۰ ټنه سړې خونې رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو زېربناوو ریاست له پراختیایي بودجې څخه ۱۰۰ ټنه ظرفیت لرونکې د مېوو د ساتنې معیاري سړه خونه د فاریاب ولایت په میمنه ښار کې په بشپړه توګه جوړه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۵۳
Background image

د افغانستان د کرنې وزارت پلاوي د روسیې د حیواني او نباتي روغتیا څېړنیز انستیتوت څخه لیدنه وکړه

۲۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو لوړپوړي پلاوي د روسیې فدراسیون ته د خپل سفر په ترڅ کې د حیواني او نباتي. . .

بازگشت