د آمو سیند په غاړه له تخریب شویو سیمو څخه د ارزونې په پار بلخ ته دکرنې وزیر سفر

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۸ - ۱۴:۵۲
د آمو سیند په غاړه له تخریب شویو سیمو څخه د ارزونې په پار بلخ ته دکرنې وزیر سفر

۱۸ مرغومې ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۵ جُمادیَ الثّاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري د یو لوړپوړي پلاوی په مشرۍ  د کابینې د پرېکړې پر اساس بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې ددې ولایت د کلدار او شورتېپې ولسوالیو کې د آموسیند په غاړه له تخریب شویو سیمو او د تخریب تر ګواښ لاندې سیمو څخه لیدنه وکړه.
د افغانستان اسلامي امارت د کابینې د پرېکړې پر اساس یاد پلاوی دکرنې وزیر مولوی عطاءالله عمري په مشرۍ، چې په کې د سرحداتو، اقوام او قبایلو چارو وزارت، د اوبو او برېښنا وزارت، کانونو او پټروليم وزارتونو مرستيالانو، د پېښو پروړاندې د مبارزې وزارت ، د بهرنیو چارو وزارت، د معلوماتو او احصایې ملي ادارې رييسانو شامل دي د آمو سیند په غاړه پرتو ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې بلخ ولایت ته د سفر پر مهال ددې ولایت د کلدار او شورتېپې ولسوالیو کې د آموسیند په غاړه له تخریب شویو سیمو او د تخریب تر ګواښ لاندې سیمو څخه لیدنه وکړه او د یادو سیمو د اوسیدونکو ستونزې یې واورېدل.
دکرنې وزیر مولوی عطاءالله عمري چې د یاد پلاوی مشري پر غاړه لري د یاد ولسوالیو له اوسیدونکو سره د لیدنې په ترڅ کې کې د آموسیند په غاړه له تخریب شویو سیمو او د تخریب تر ګواښ لاندې سیمو څخه د لیدنې او اروزنې پلاوی د سفر موخه بیان کړل او ویې ویل: «د کابینې د پرېکړې پر اساس له د آموسیند په غاړه له تخریب شویو سیمو او د تخریب تر ګواښ لاندې سیمو څخه د لیدنې په پار له مرکز څخه یو لوړپوړي پلاوی لېږل شوی دی، چې د تخار او کندز ولایتونو ته سفر کړی دی او اوس بلخ ولایت ته راغلي دي او دا سفر د آمو سیند تر پایه یعني د جوزجان ولایت تر خم آب ولسوالی پورې ادامه پیداکوي، او یاد پلاوی د آموسیند په غاړه له تخریب شویو سیمو او د تخریب تر ګواښ لاندې سیمو څخه لیدنه کوي او د یادو سیمو د اوسیدونکو ستونزې اوري او وروسته یې له کابینې سره شریکوي، ترڅو په دې برخه کې امارت کار وکړي.»
په همدې حال کې د تخریب شویو سیمو یوشمېر اوسیدونکي وایي، چې د کلدار او شورتېپې ولسوالیو کې د آمو سیند دلسګونو کليو او زرګونه جریبه کرنیزو ځمکو د تخریب لامل شوی دی که د تخریباتو د مخنیوي لپاره لازم تدابیر ونه نیول شي دا لړۍ د لاډېرو تخریباتو لامل کېږي.
ټاکل شوی، چې یاد پلاوی له بلخ ولایت څخه وروسته جوزجان ولایت ته سفر او د آموسیند په غاړه له تخریب شویو سیمو او د تخریب تر ګواښ لاندې سیمو څخه لیدنه وکړي.

سفر وزیر زراعت به ولایت بلخ جهت بررسی ساحات تخریب شده اطراف دریای آمو 
۱۷ جدی ۱۴۰۱ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در راس یک هیت عالی رتبه طبق فیصله کابینه جهت بررسی تخریبات دریای آمو به ولایت بلخ سفر کرده و از ساحات تخریب شده در ولسوالی‌های کلدار و شورتیپه بازدید کرد.
این هیئت مطابق به فیصله کابینه امارت اسلامی افغانستان متشکل از معینان وزارت‌های  امور سرحدات، اقوام و قبایل، معادن و پطرولیم، آب و برق و رئسای ادارات؛ امور خارجه، رسیده‌گی به حوادث و اداره ملی احصایه‌ و معلومات به ولایت‌های اطراف دریای آمو سفر کرده و از ساحات تخریب شده در ولسوالی‌های کلدارو شورتیپه بازدید کرده و مشکلات باشنده‌گان آن مناطق را استماع نمودند.
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت که ریاست این هیئت را به عهده دارد در جریان بازدید با باشنده‌گان مناطق متذکره هدف از سفر هیئت بررسی از ساحات تخریب شده اطراف دریای آمو را بیان کرده و گفت" مطابق فیصله کابینه ا.ا.ا یک هیئت عالی‌رتبه از مرکز جهت بررسی تخریبات دریای آمو فرستاده شده که  به ولایت‌های تخار، کندز و حالا بلخ سفر  می‌نماینده و این سفر الی اخیر دریای آمو یعنی ولسوالی خماب ولایت جوزجان ادامه می‌یابد و هیئت از ساحات تخریب شده بازدید کرده و مشکلات مردم آن را می‌شنوند و پس از آن با کابینه شریک می‌سازند تا امارت در این بخش کاری نماید".
 در همین حال شماری از باشند‌گان مناطق تخریب شده می‌گونید که دریای آمو د امتداد ولسوالی‌های شورتیپه و کلدار ولایت بلخ باعث تخریب شدن دها قریه و هزارن جریب زمین زراعتی شده است که اگر تدابیر لازم برای جلوگیری از تخریبات در نظر گرفته نشود این روند باعث تخریب ساحات بیشتر نیز می‌گردد.
قرار است هیئت متذکره پس از ولایت بلخ به ولایت جوزجان سفر کنند و از ساحت تخریب شده در آن ولایت بازدید نمایند.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۱۲
Background image

کندهار کې د ۶.۱ میلیون افغانیو په ارزښت د ۱۵ شنو خونو د جوړولو چارې پیل شوې

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو ملتونو د پراختیای ادارې  «یو ان دی پی »په مالي ملاتړ، د سولې بنسټ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۹
Background image

د کرنې وزارت له‌خوا پوهنې وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۵
Background image

ننګرهار کې سلګونو کورنیو ته د شنو خونو جوړولو او سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
دننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې  «اف‌اې‌او»په مالي او د نوي مشورتي او مرستندویه. . .

بازگشت