لوګر کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو کمېټې غونډه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۸ - ۹:۲۹
لوګر کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو کمېټې غونډه

د لوګر ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د رییس مولوی سید امین هاشمي په مشرۍ د دولتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو د غصب څخه د بیرته راګرځولو تخنيکې پلاوی خپله څوارلسمه غونډه تر سره کړه.
ناسته کې د تیرو موضوعاتو په اړه بحث وشو، همدا راز د  برکي برک ولسوالۍ اړوند چهلتن دورانیو دښتې، او مرکز پل علم اړوند خلیل آباد او باري دښتې چې د ځینو اشخاصو لخوا پکې دولتي ځمکې غصب شوي، له دغه اشخاصو چې ځمکې یې نیولي او بیا یې په خلکو پلورلي پوښتنپاڼې وویشل شوي، تر څو یې ځواب کړي او هغو خلکو چې کوم اسناد په لاس درلودل د کمېټې ټولو غړو په ګډه وڅېړل.
باید وویل شي، چې د یادو دښتو د غصب شوو ځمکو په اړه تفصلي راپور ترتیب او د نهایي فیصلې او عملي اقدام لپاره به یې د دولتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو د غصب څخه د بېرته راګرځولو مرکزي کمیسون ته واستوي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت