د کندز علي آباد کې له ۱۰۰۰ مالدارو کورنیو سره مرستې وشوې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۲ - ۱۴:۰
د کندز علي آباد کې له ۱۰۰۰ مالدارو کورنیو سره مرستې وشوې

۱۲ مرغومې ۱۴۰۱ه‍.ش
۹ جُمادیَ الثّاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکندز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست دملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO) په مالي او د (ORD) مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت دعلي آباد ولسوالی له ۱۰۰۰ مالدارو کونیو سره د کنجاړو او شوتلو تخمونو مرسته وکړه.
د چارواکو په خبره ددې مرستې په لړ کې هرې کورنۍ ته ۱۵۰ کیلوګرامه کنجاړه او پنځه کیلو د شوتلو تخمونه ورکړل شوي دي.
ددې مرستې موخه په دې ولسوالی کې د مالدارۍ سکټور ته پراختیا ورکول او د بېوزله مالدارانو ملاتړ دی.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۸:۴۴
Background image

د کندهار نوروزي څېړنیز فارم کې د ۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو پروژې چارې پیل شوې

۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې «ټیکا» په مالي ملاتړ او د نوروزي څېړنیز فارم د مسؤلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۸:۴۰
Background image

د هلمند د کرنې رییس سنګین ولسوالی ته د سفر پر مهال د کرنیزو چارو ارزونه وکړه

۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع  ولسوالیو ته د خپلو رسمي سفرونو په لړ کې سنګین ولسوالی ته سفر ترسره کړ،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۵۳
Background image

د ننګرهار په درېیو ولسوالیو کې ۶۰ کورنیو ته د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره د هګیو چرګان ووېشل شول

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډاکار مؤسسې په مالي ملاتړ د دې ولایت په کوټ، رودات او هسکې مېنې ولسوالیو کې. . .

بازگشت