هلمند کې پر ٢٣٤ بڼوالو د بڼوالۍ اړونده توکي ووېشل شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۰ - ۱۳:۳۳
هلمند کې پر ٢٣٤ بڼوالو د بڼوالۍ اړونده توکي ووېشل شول

۱۰ مرغومې ۱۴۰۱ه‍.ش
۷ جُمادیَ الثّاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې لایت په څلورو ولسوالیو « نهرسراج ، نادعلي، ناوه او ګرمسیر» کې هغه بزګرانو ته چې د (AMP) پروګرام له لارې ورته په تېرو دو کلونو کې د تصدیق شوو مېوه لرونکو نیالګیو بڼوه جوړ شوي دي، چې شمېر یې ٢٣٤ تنه دي د ښاخبرۍ توکي ووېشل شول.
د دې ترڅنګ په یادو ولسوالیو کې ٦٥٠ تنو هغو بڼوالو  ته چې په ګروپي ډول د (AMP) پروګرام لخوا په اوونیز یا میاشتیني ډول د عصري بڼوالۍ زدکړې ورکول کېږي هم د  ښاخبرۍ توکي وېشل کېږي .
دغه مرستې د هلمند ولایت دکرنې ریاست په همغږۍ د سولې بنسټ (ROP) دکرنیز بازار موندنې مؤسسې له خوا پر دغو بڼوالو وېشل شوي دي.
ددغو مرستو د وېش موخه د بڼوالو ملاتړ او په دې ولایت کې د بڼوالۍ د محصولاتو معیاري کول دي.
له دغو توکو څخه برخمن شوي بڼوال د کرنې وزارت له هلوځلو څخه د منني ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د بڼوالۍ د حاصلاتو د زیاتوالي په پار به هلې ځلې ډېروي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت