پروان کي د غصب د مخنيوي او د غصب شويو ځمکو استرداد تخنيکي پلاوی کړنې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۷ - ۱۱:۵۰
پروان کي د غصب د مخنيوي او د غصب شويو ځمکو استرداد تخنيکي پلاوی کړنې

۷ مرغومې ۱۴۰۱ه‍.ش
۴ جُمادیَ الثّاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
د پروان ولايت  د غصب د مخنيوي او د غصب شويو ځمکو استرداد تخنيکي پلاوی د بګرام ولسوالې د باریک آب سیمې څخه لیدنه او څارنه وکړه.
د باریک آب سیمې ګُلي کلا کې د کدتسر له مخې ۵۵۰ قطعه کی۴۳۳۵ جریبه ځمکه شتون لري، چې تثبیت او تشخیص شوه چې یاده ځمکه امارتي ده، چې په کې %۹۰ امارتي ځمکه غصب شوې.
  په یاده غصب شوې ځمکه کې کوچیان خروټي قوم ولکه لګولې، چې په کې شاوخوا ۴۰۰ کورنۍ اوسېږي.
  د یادې غصب شوې ځمکې ځایي اوسیدونکو له یاد تخنیکي پلاوی سره ناسته وکړه، او د اسلامي امارت احکامو او قوانینو ته یې غاړه کیښوده، او یاد هیئت ته یې ښه راغلاست وویل.د دې ځای اوسیدونکو سره هیڅ ډول اسناد او قبالې نه وې. په یاده امارتي سیمه کې یو د ریګ ریشن ماشین چې مالک یې حاجی محمدوسیم محمدي وه د اسنادو په نشتون کې یې اسلامي امارت ته غاړه کېښود.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت