ارزګان کې د اماراتي ځمکو د غصب مخنیوي په موخه ناسته ترسره شوه 

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۳۰ - ۱۴:۳۹
ارزګان کې د اماراتي ځمکو د غصب مخنیوي په موخه ناسته ترسره شوه 

۳۰  لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۷ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ارزګان په ولایت کې د سلطاني او اماراتي ځمکو دغصب مخنيوي کمېسون د دې لایت دکرنې رییس الحاج مولوی عبدالصمد مقبول تر مشرۍ لاندې غونډه ترسره کړه،.
د ارزګان دکرنې رییس الحاج مولوی عبدالصمد مقبول د غصب مخنیوي کمېسون غړو په ناسته کې وویل، چې د امیرالمؤمنین حکم دی ترڅو یو ګډ کمېسون جوړ او سلطاني او اماراتي ځمکې له غصب څخه خلاصې او د امارات په واک کې ورکړل شي.
هغوي وویل، چې دا کمېسيون به د ځمکو تشخیص، د غصب مخنیوی، سلطاني او امارتي ځمکې په نښه کوي او د تثبیت وروسته به یې بېرته د امارات په واک کې ورکوي.
 د ارزګان دکرنې رییس د غصب مخنیوي کمېسيون ته سپارښتنه وکړه، چې د غصب شوو ځمکو د تشخیص لپاره باید یو عملیاتي پلان ترتیب شي ترڅو غصب شوي ځمکې، جایدادونو او تعمیرونو په اړه معلومات راټول او بشپړ ارقام ولایت مقام سره شریک کړي.
د یادونې وړ ده، چې پدې کمېسيون کې د کرنې، اوبولګولواو مالدارۍ، ښاروالۍ، کار او ټولنيزو چارو، ښار جوړونې، حج اوقاف، څارنوالي، امنيه قومانداني، کادستر او د قضاياوو ادارې شامل دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۳:۲
Background image

کندز کې د کرنیزو پراختیايي پروژو د پلي کېدو او پرمختګ په اړه د «ډاکار» دفتر سره مهمه ناسته ترسره شوه

۳۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی نیاز محمد عابد د «ډاکار» مؤسسې د شمال او شمال ختیځ زون دفتر مسوول داد الله سره په کتنه کې پر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۲:۱۸
Background image

کرنې وزارت کې د دعوت او ارشاد غونډه ترسره شوه

۳۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر په مشرۍ د دعوت او ارشاد غونډه د دې وزارت د مسؤلینو په ګډون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۲:۱۶
Background image

د هلمند مرکز لښکرګاه کې یوشمېر بزګران وروزل شول

۳۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ، د کرنیزو چارو آمریت اړوند د نباتاتو ساتنې او قرنطین مدیریرت کارکوونک له لوري، د مرکزي لوی کاریز. . .

بازگشت