د ننګرهار دکرنې ریاست: د ۲۳۸ زره امریکایي ډالرو به ارزښت دوه پروژې پلی کېږي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۷ - ۱۴:۴۰
د ننګرهار دکرنې ریاست: د ۲۳۸ زره امریکایي ډالرو به ارزښت دوه پروژې پلی کېږي

۲۷  لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۴ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د کرنې نړیوالې ادارې (IFAD) په مالي او د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار ولایت د مرکز جلال آباد ښار په ګډوه ددې ولایت په ۲۰ ولسوالیو کې مالدارانو ته د غوره چوپړتیاوو وړاندې کولو په پار دوه سترې پروژې پلي کېږي.
د ننګرهار دکرنې رییس مولوی عبدالستار محمد وایي، چې دغه پروژې چې ټولیز ارزښت یې ۲۳۸ زره امریکایي ډالرو ته رسېږي د مالدارۍ په بېلابېلو برخو لکه، د واکسینونو پلي کول، د چنجیو ضد درملو وېشل، د وټرنرۍ خدمتونه، د حیواني محصولاتو زیاتوالی، د څارویو د خوراکي ساتنځایونه جوړول، کورني مرغانچې جوړول،  کوویډ ۱۹ څخه د ځان ساتنې بستې وېشل، د شېدو د پروسس او حفظ الصحې برخو کې روزنیز پروګرامونه په کې شامل دي.
د ننګرهار دکرنې رییس دغه راز وویل، چې یادې پروژې د کرنې نړیوالې ادارې (IFAD) په مالي او د افغانستان لپاره دهالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ د جلال آباد ښار ترڅنګ ددې ولایت د حصارک، شېرزاد، خوګیاني، پچیراګام، هسکه مېنه، کوت، اچین، نازیان، غني خېل، دوربابا، دره نور، سرخرود، بهسود، چپرهار، کامه، ښېوه، ګوشته، لعلپوره او مهمندرې ولسوالیو کې پلي کېږي.
ددغو پروژو د پلي کولو موخه په دې ولایت کې د مالدارۍ سکټور ته پراختیا ورکول او په ټوله کې د مالدارانو وړتیاوې لوړول او د دوی لاسنیوی دی.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۳:۰
Background image

خوست کې د شنو خونو د جوړولو بهیر چټکتیا؛ د وسایلو د وېش پروسه تر تخنیکي څار لاندې ونیول شوه

۱۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت تر چتر لاندې، د ترویج عمومي مدیریت په نظارت او د اکشن اېډ مؤسسې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۲:۵۷
Background image

د بلخ ولایت د کرنې ریاست کې د مراجعینو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو او همغږۍ غونډه ترسره شوه 

۱۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رییس حافظ محمد موسی مبین له لوري د مراجعینو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو او د ریاست له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۲:۵۷
Background image

د ننګرهار وادې کرنیز شرکت له لوري د ننګرهار پوهنتون زده‌کړیالانو ته د عملي زده‌کړو زمینه برابره شوې 

۱۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت په بېلابېلو فارمونو او بڼونو کې د کرنې، وترنرۍ، اقتصاد، انجینرۍ او نورو څانګو زده‌کړیالان د خپلو مسلکي زده‌کړو د. . .

بازگشت