دکرنې وزارت مالي او اداري مرستيال د افغانستان د مالدارۍ او کرنيزو توليداتو خونې لوی رييس سره وکتل

mail-admin
شنبه ۱۴۰۱/۹/۲۶ - ۱۱:۸
دکرنې وزارت مالي او اداري مرستيال د افغانستان د مالدارۍ او کرنيزو توليداتو خونې لوی رييس سره وکتل

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستيال مولوی فضل‌الباري فضلي د افغانستان د مالدارۍ او کرنيزو توليداتو خونې لوی رييس خان محمد فروتن او ديادې خونې له يوشمېر غړو سره وکتل.
دا ليدنه د افغانستان دکرنې او مالدارۍ د ځان بسياينې په موخه د طرحې د تدوين په پار دائره شوې وه.
په دې کتنه د خصوصي سکټور، وړو او لويو متشبثينو د ملاتړ پر څرنګوالی او د کرنيزو محصولاتو پر پراختيا خبرې اترې وشوې.
ددې کتنې په ترڅ کې د مالدارۍ او کرنيزو توليداتو خونې استازو ډاډ څرګند کړل، چې دکرنې وزارت سره کار کوي او د افغانستان دکرنې او مالدارۍ د ځان بسياينې طرحه په داسې ډول تدوينوي، چې يو عملي طرحه وي او يوازې د کاغذ پر مخ نه وي.
د اسلامي امارت د  کابینه مصوبی پر اساس دکرنې وزارت ته دنده سپارل شوې، چې د هېواد د اوسني امکاناتو په رڼا کې د افغانستان دکرنې او مالدارۍ د ځان بسياينې طرحه تدوين کړي، چې په پلي کولو سره يې افغانستان په يو ځان بسيا او مرفعه هېواد بدل او د نورو هېوادونو له اړتياوو خلاص شي.

معین مالی و اداری وزارت زراعت با رییس اطاق  تولیدات زراعت و مالداری دیدار کرد
مولوی فضل‌الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با خان محمد فروتن رییس عمومی اطاق  تولیدات زراعت و مالداری افغانستان و شماری از اعضای آن دیدار کرد.
این دیدار به منظور تقویت همکاری و نظر خواهی جهت تدوین طرح خودکفایی زراعتی و مالداری افغانستان برگزار شد.
در این دیدار چگونگی حمایت از سکتور خصوصی متشبثین کوچک و بزرگ و انکشاف محصولات زراعتی به بحث گرفت شد.
نمایندگان اطاق تولیدات زراعتی و مالداری نظریات خود را بیان کرده و اطمینان دادند که با وزارت زراعت کار می‌نمایند و طرح خودکفایی زراعتی و مالداری افغانستان را طوری تدوین می‌نمایند که یک طرح عملی باشد و تنها رو کاغذ نباشد.
طبق مصوبه کابینه امارت اسلامی به وزارت زراعت وظیفه سپرده شده است تا در پرتو امکانات فعلی کشور طرح خودکفایی زراعت و مالداری افغانستان را تدوین نماید تا با تطبیق آن افغانستان به یک کشور خودکفا و مرفعه تبدیل گردیده و از نیازمندی به دیگر کشورها رهایی یابد.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۱۲
Background image

کندهار کې د ۶.۱ میلیون افغانیو په ارزښت د ۱۵ شنو خونو د جوړولو چارې پیل شوې

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو ملتونو د پراختیای ادارې  «یو ان دی پی »په مالي ملاتړ، د سولې بنسټ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۹
Background image

د کرنې وزارت له‌خوا پوهنې وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۵
Background image

ننګرهار کې سلګونو کورنیو ته د شنو خونو جوړولو او سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
دننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې  «اف‌اې‌او»په مالي او د نوي مشورتي او مرستندویه. . .

بازگشت