د ننګرهار دکرنې ریاست: چپرهار کې د ډاکو د اوبولګولو کانال او سربند د بیارغونې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۳ - ۱۸:۳۵
د ننګرهار دکرنې ریاست: چپرهار کې د ډاکو د اوبولګولو کانال او سربند د بیارغونې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول


۲۳  لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۰ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د (Islamic Relief) مؤسسې په تخنیکي او د ملګرو متلونو پراختیایي ادارې (UNDP) په مالي لګښت د چپرهار ولسوالی اړوند د ډاکو د اوبولګولو کانال او سربند د بیاروغونې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد، د چپرهار ولسوالی ولسوال، ددې ولسوالی امنیه قومندان او قومي مشرانو ګډون درلود.
د ننګرهار دکرنې رییس مولوی عبدالستار محمد وویل، چې یاد کانال د (Islamic Relief) مؤسسې په تخنیکي او د ملګرو متلونو پراختیایي ادارې (UNDP) په مالي لګښت بشپړ کړی دی.
د ننګرهار دکرنې رییس زیاته کړه، چې ددې پروژې په ترڅ کې ۱۵ کیلومټره کانالونه پاک کاري شوي او ترڅنګ یې۴۷۰ متره استنادي دېوال هم  په اساسي ډول رغول شوی دی او ترڅنګ یې د کانال په مسیر کې ۱۲ د اوبو کنټرول ورښونه هم جوړې شوي دي او ۹۵۲ کسانو ته دکار زمینه برابره او څلور زره جریبه ځمکه ترې خړوبېږي.
عبدالستار محمد په یاده غونډه کې په قومي مشرانو غږ وکړه چې د پروژو په تطبیق کې باید د همکارو موسساتو سره پوره همکاري وکړي، هغه همداراز قومي مشرانو ته سپارښتنې وکړي، چې د ځنګلونو پوره ساتنه وکړي او هیچاته اجازه ورنکړي چې ځنګلونه قطع کړي
د ننګرهار دکرنې رییس همداراز ولس ته ډاډ ورکړ او زیاته یي کړه، چې د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست هڅه کوي تر څو د همکارو موسساتو پر مټ بزګرانو او مالدارانو سره ښې مرستې ترسره کړي، او ولسوالیو کې د بشري مرستو ترڅنګ پرمختیايي پروژي هم پلی کړي.
په همدې حال کې د چپرهار ولسوالی ولسوال او یو شمیر قومی مشرانو لخوا د کرنې ریاست د هڅو ستاینه وشوه او ډاډ يي ورکړ چې د مرستندویه موسساتو سره به د پروژو په تطبیق کې پوره همکاري کوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۳:۰
Background image

خوست کې د شنو خونو د جوړولو بهیر چټکتیا؛ د وسایلو د وېش پروسه تر تخنیکي څار لاندې ونیول شوه

۱۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت تر چتر لاندې، د ترویج عمومي مدیریت په نظارت او د اکشن اېډ مؤسسې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۲:۵۷
Background image

د بلخ ولایت د کرنې ریاست کې د مراجعینو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو او همغږۍ غونډه ترسره شوه 

۱۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رییس حافظ محمد موسی مبین له لوري د مراجعینو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو او د ریاست له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۲:۵۷
Background image

د ننګرهار وادې کرنیز شرکت له لوري د ننګرهار پوهنتون زده‌کړیالانو ته د عملي زده‌کړو زمینه برابره شوې 

۱۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت په بېلابېلو فارمونو او بڼونو کې د کرنې، وترنرۍ، اقتصاد، انجینرۍ او نورو څانګو زده‌کړیالان د خپلو مسلکي زده‌کړو د. . .

بازگشت