خوست کې لسګونه جریبه ځمکه له غصب څخه خلاصه شوه

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۳ - ۱۸:۲۰
خوست کې لسګونه جریبه ځمکه له غصب څخه خلاصه شوه


۲۳  لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۰ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه‍.ق
خوست کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د تخنیکي پلاوي خپلې عملي چارې پیل کړي دي، چې په ترڅ کې یې لسګونه جریبه امارتي ځمکې له غصب څخه خلاصه شوه.
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د ځمکې غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوی د خوست مرکز اړوند کاران سرای او کرم کلي کې ۱۷۶۱جریبه ځمکه له غصب څخه خلاص او غاصبینو ته یې خبر ورکړل شو، چې په ټاکلي ورځ دې تخنیکي پلاوي ته حاضر شي.
باید وویل شي، خوست کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو امارتي ځمکو د غصب مخنيوی کړی او د ټول ولایت په کچه د ځمکو د‌ غصب د مخنيوي او د‌ غصب شويو ځمکو د‌ بېرته ګرځولو په موخه يې د عملياتي پلان تطبيق جريان لري.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۴۰
Background image

سږ کال ننګرهار کې د شفتالو حاصلات څه باندې ۱۱۰زره ټنه اټکل شوي

۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، اټکل کېږي چې سږ کال به د دې ولایت د شفتالو حاصلات له ۱۱ زره متریک ټنو څخه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۴
Background image

بلخ ولایت کې د حق مالکیت د تثبیت مرکز پرانیسته او د بېرته راګرځول شویو ښارګوټو د لېږد چارې پیل شوې

۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بلخ ولایت په مقام کې د حق مالکیت د تثبیت مرکز د پرانیستې او د بېرته راګرځول شویو ښارګوټو د لېږد په موخه مهمه غونډه ترسره شوه، چې پکې د بلخ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۳
Background image

د خوست موساخلېلو ولسوالی کې یوشمېر بزګرانو ته شنې خونې جوړېږي

۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي برنامو په دوام، د موساخېلو ولسوالی کې د شنو خونو د جوړولو لپاره د مستحقو بزګرانو د. . .

بازگشت