د افغانستان کلیوالي زیانمنو او اړمنو مالدارانو سره د مرستو برابرولو پروژې د پلي کولو هوکړه لیک لاسلیک شو

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۲۲ - ۱۳:۵۶
د افغانستان کلیوالي زیانمنو او اړمنو مالدارانو سره د مرستو برابرولو پروژې د پلي کولو هوکړه لیک لاسلیک شو

۲۲  لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۹ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم او په افغانستان کې د هالنډ کمېټې رییس ډآکټر چالاچیو ترمنځ «د افغانستان کلیوالي زیانمنو او اړمنو مالدارانو سره د مرستو برابرولو پروژې» د پلي کولو د پیل هوکړه لیک لاسلیک شو.
دا هوکړه لیک دکرنې او مالدارۍ معینیت د کار په دفتر کې د کرنې سکټور د سلاکارانو او رییسانو په شتون کې لاسلیک شو،چې پر بنسټ یې د هالند کمېټه کولای شي، په بېلابېلو برخو حیواني روغتیا او د مالدارۍ په برخه کې د یادې پروژې په اډانه کې خپل فعالیتونه پیل کړي.
هغه پروژه چې ټاکل شوې ددې هوکړه لیک پر اساس خپلې چارې پیل کړي، « د افغانستان کلیوالي زیانمنو او اړمنو مالدارانو سره د مرستو برابرولو پروژه» ده.
دا پروژه په ۱۱ ولایتونو کې پلي کېږي او موخه یې پر معیشیت  د کوویډ ۱۹ ناروغۍ د اغېزو کچه ټیټول، د انعطاف پذیرۍ زیاتوالی او د زیانمنو کورنیو د خوړو خوندیتوب دی.
دغه پروژه د کابل، پروان، لوګر، لغمان، ننګرهار، خوست، پکتیا، هرات، بلخ، او بغلان په ولایتونو کې پلي کېږي. ددې پروژې د پلي کولو لګښت یومیلیون او ۵۴۳ زره ډالر ده ، چې د ۱۱ میاشتو په ترڅ کې پلي کېږي.
افغانستان لپاره د هالند کمېټه یو غیر دولتي، غیر سیاسي او غیر انتفاعي کمېټه ده، او څه باندې دوه لسیزه کېږي، چې د حیواني روغتیا او مالدارۍ پراختیا په برخه کې خپل فعالیتونه پرمخ وړي او ډېرې پروژې یې پلي کړي دي.

امضاء تفاهم‌نامه تطبیق پروژه فراهم نمودن کمک به مالداران فقیر و متضرر شده روستایی افغانستان
۲۲ قوس ۱۴۰۱ ه‍.ش
 تفاهم‌نامه آغاز تطبیق پروژه "فراهم نمودن کمک به مالداران فقیر و متضرر شده روستایی افغانستان" میان مولوی صدراعظم معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و داکتر چالاچیو رئیس کمیته هالند برای افغانستان به امضاء رسید.
این تفاهم‌نامه در دفتر کار معینیت زراعت و مالداری وزارت زراعت و در حضورداشت روساء و مشاوران سکتور زراعت به امضاء رسید و بر اساس آن کمیته‌ هالند می‌تواند در بخش‌های مختلف صحت حیوانی و مالداری فعالیت اش را در بخش پروژه نامبرده آغاز کند.
 پروژه‌ای که قرار است بر اساس این تفاهم‌نامه کارش آغاز شود تحت عنوان"فراهم نمودن کمک به مالداران فقیر و متضرر شده روستایی افغانستان" می‌باشد.
این پروژه در یازده ولایت تطبیق می‌شود و هدف آن به حداقل رساندن اثرات بیماری کوید ۱۹ بر معیشت، افزایش انعطاف‌پذیری و مصوونیت غذایی برای خانواده‌های آسیب پذیر است.
محل تطبیق این پروژه ولایت‌های کابل، پروان، لوگر،  لغمان، ننگرهار، خوست، پکتیا، هرات، بلخ و بغلان می‌باشد. هزینه تطبیق این پروژه به ۱ میلیون ۵۴۳ هزار دالر می‌باشد که در ۱۱ ماه عملی می‌گردد.
کمیته هالند برای افغانستان یک نهاد غیر دولتی، غیرسیاسی و غیر انتفاعی می‌باشد که بیشتر از دودهه میشود در قسمت عرضه خدمات صحت حیوانی و توسعه مالداری فعالیت می‌کند و پروژه‌های زیادی را تطبیق نموده‌است.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۴۲
Background image

د ننګرهار بڼوالۍ څېړنيز مرکز کې د لوکاټو پر ۱۲ ورايټيو کیفي څېړنې ترسره شوې

۲۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د څېړنو لوی مدیریت اړوند د بڼوالۍ څېړنيز مرکز کې د لوکاټو پر ۱۲ بېلابېلو ورايټيو کیفي څېړنې ترسره. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۴۱
Background image

ننګرهار کې د ملکيت حقونو د تثبيت کمېټې کار پیل کړ

۲۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد له لورې د بېلابېلو ادارو استازو په شتون کې دملکیت حقونو تثبيت کمېټې د کارونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۳۰
Background image

نورستان کې پراخ کرنیز پرمختیایي فعالیتونه؛ لسګونه پروژې پلې او میلیونونه افغانۍ عواید راټول شوي

۲۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال په ترڅ کې یې د پراختیایي بودیجې او د همکارو مؤسسو په ملاتړ د. . .

بازگشت