هلمند کې پر یوشمېر بزګرانو د ٨٢ بابه شنوخونو د اړتیا وړ کرنیز توکي او تخمونه ووېشل شول

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۱ - ۱۴:۷
هلمند کې پر یوشمېر بزګرانو د ٨٢ بابه شنوخونو د اړتیا وړ کرنیز توکي او تخمونه ووېشل شول

 ۲۱  لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۸ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونوپراختیایي پروګرام «UNDP» په مالي او د «ORCD» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د نادعلي او ګرشک ولسوالیو په یوشمېر بزګرانو د ۸۲ شنوخونو د اړتیا وړ کرنیز توکي او تخمونه وېشل شوي دي.
د یادې پروسې له لارې په شنوخونو کی شامل توکي یوه پایه  ۲۰۰۰ لیتره د اوبو زېرمه، یوه د اوسپنې پایه او یو بشپړه شنه خونه وېشل شوي دي.
دغه راز په ١٧ تنه بزګرو دوه ۲۵۰ واته لمریزې تختې، یو د اوبو اوبازک ، یو سیټ د لمریزو تختو پایه، ٢٨٠ میتره د ډرف ایرکیشن پایپ، ٣٠ میتره د اوبازک پایپ ، ۱۰ میتره اوسپنیز پایپ، یو عدد فلیټر او نور توکي شامل دي.
ددی ترڅنګه هر بزګر ته یو د بڼوالۍ او یو داصلاح شویو تخمونو کیټونه هم ووېشل شول.
په هلمند کې د یادو ولسوالیو بزګر خوښي وښودل، چې د شنو خونو جوړېدل یې د کرنیز اقتصاد په پیاوړتیا کې مهم رول لري او ددوی د کورنیو لپاره د عایداتو ښه سرچینه جوړېدلای شي.
 د هلمند دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې ددې شنو خونو په جوړېدو سره به زموږ د ټولنې تر ټولو خواريکښه طبقه (بزګران) وکولاى شي، چې خپل توليدات په مختلفو فصلونو کې بازار ته وړاندې کړي او د توقع وړ ګټه به ترې لاس ته راوړي او ددې ترڅنګ به د سيمې او ګاونډيو هيوادونو د بې کیفیته کرنيزو توکو د وارداتو مخه هم ډب شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

بازگشت