دکرنې وزیر دکابل اوبیزې حوزې لوی رییس سره وکتل

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۱ - ۱۴:۲
دکرنې وزیر دکابل اوبیزې حوزې لوی رییس سره وکتل

۲۱  لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۸ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزیرمولوی عطاءالله عمري؛ دکرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي په شتون کې د کابل اوبیزې حوزې لوی رییس حبیب الرحمن حقپال سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو خواوو د وچکالۍ له وجې د رامنځته شویو زیانونو د کچې ټیټول او د اوبیزو سرچینو د غوره مدیریت په هکله خبرې وکړې.
دکرنې وزارت هلې ځلې کوی، چې د وچکالۍ له و جې د رامنځته شویو زیانونو د کچې ټیټولو په پار پر بزګرانو او مالدارانو ددې زیانونو اغېزې  مدیریت  او د اړوندو بنسټونو په همکارۍ او بیزې سرچینې هم مدیریت کړي.
په دې لیدنه کې دکرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي د کجکي بند تر پوښښ لاندې ځمکو باندې خبرې وکړې او خصوصي سکټور ته له قانوني لارو د یادو ځمکو د استملاکو پرتثبیت او اجاره ورکونې خبرې وکړې.
د کابل د اوبیزې حوزې لوی ریاست په هېواد کې د ۱۴ اوبیزو سرچینو د مدیریت مسوولیت لري.

وزیر زراعت با رییس عمومی حوزه آبی کابل دیدار کرد
۲۲ قوس ۱۴۰۱ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در حضور داشت مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت با حبیب الرحمن حقپال رییس عمومی حوزه آبی کابل در دفتر کارش دیدار کرد.
در این دیدار دو طرف در مورد چگونگی کاهش خسارات ناشی از خشکسالی و مدیریت درست منابع آبی بحث و تبادل نظر کردند.
وزارت زراعت در تلاش است تا به منظور کاهش خسارات ناشی از خشک سالی بالای دهقانان و مالدارن در همکاری و سایر نهاد ها منابع آبی را مدیریت نماید.
در این دیدار مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت در مورد زمین‌های تحت پوشش بند کجکی صحبت کرده و تاکید بر تثبیت استملاک و به اجاره دهی آن از مجرای قانونی برای سکتور خصوصی جهت سرمایه گذاری کرد.
 ریاست عمومی حوزه آبی کابل مسوولیت مدیریت آب‌های 14 ولایت  کشور را به عهده دارد.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۴۲
Background image

د ننګرهار بڼوالۍ څېړنيز مرکز کې د لوکاټو پر ۱۲ ورايټيو کیفي څېړنې ترسره شوې

۲۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د څېړنو لوی مدیریت اړوند د بڼوالۍ څېړنيز مرکز کې د لوکاټو پر ۱۲ بېلابېلو ورايټيو کیفي څېړنې ترسره. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۴۱
Background image

ننګرهار کې د ملکيت حقونو د تثبيت کمېټې کار پیل کړ

۲۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد له لورې د بېلابېلو ادارو استازو په شتون کې دملکیت حقونو تثبيت کمېټې د کارونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۳۰
Background image

نورستان کې پراخ کرنیز پرمختیایي فعالیتونه؛ لسګونه پروژې پلې او میلیونونه افغانۍ عواید راټول شوي

۲۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال په ترڅ کې یې د پراختیایي بودیجې او د همکارو مؤسسو په ملاتړ د. . .

بازگشت