دکرنې وزارت د قوانینو د بیاکتنې غونډه دائره شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۱ - ۱۳:۵۲
دکرنې وزارت د قوانینو د بیاکتنې غونډه دائره شوه

۲۱  لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۸ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ا.ا.ا د کابینې د هدایت پر اساس، چې د ټولو اداراتو د قوانینو او مقررو بیاکتنه او ارزونه باید ووشي او د اسلامي شریعت، حنفي فقې او ملي منافعو په اصولو برابر شي، دکرنې په وزارت کې د قوانینو د بیاکتنې غونډه دائره شوه.
د کابینې د مصوبې د تحقق په موخه او د یاد ریاست د وړاندیز او د وزارت د حکم پر اساس، د وزارت د تقنیني اسنادو د شیوخ کمېټې، د پالیسۍ او پلام رییس مولوی معاذ الله عادل په مشرۍ، چې په کې د وزارت دیني علما، د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځی استادان او د وزارت د سکټوري ریاستونو د مسلکي غړو شتون درلود دائره شوې وه.
په ورته وخت کې د ۱۴۰۲ ام مالي کار د بودیجې د ترتیب د لارښوونې او د راتلونکې کال د شاخصونو د ټاکنې او د سکټوري ریاستونو د وړاندیز شویو پروژو د کانسپیټ نوټونو د ترتیب په پار د پلان او پالیسۍ رییس مولوی معاذالله عادل په مشرۍ او دکرنې وزارت د سکټوري ریاستونو د استازو په شتون کې د پلان او برنامو د همغږۍ د لوی ریاست په تالار کې غونډه دائره شوه.

جلسه بازنگری قوانین وزارت زراعت برگزار شد
۲۱ قوس ۱۴۰۱ هـ.ش
طبق هدایت کابینه ا.ا.ا  مبنی بر اینکه تمام قوانین و مقرارت ادارت مرور و بازنگری و مطابق به اصول شریعت اسلامی ، فقه حنفی و منافع ملی عیار گردد در  وزارت زراعت جلسه بازنگری قوانین برگزار شد.
به منظور تحقق مصوبه کابنیه ، براساس پیشنهاد این ریاست و حکم مقام وزارت، کمیته شیوخ اسناد تقنینی وزارت که متشکل از علمای دینی وزارت، استادان دانشکده شرعیات پوهنتون کابل و اعضاء مسلکی ریاست‌های سکتوری وزارت به رهبری رئیس  پالیسی و پلان مولوی معاذ الله عادل دایر گردیده است.
 در عین حال جلسه به منظور رهنمایی  ترتیب بودجه مالی سال ۱۴۰۲ بمنظور تعین شاخص ها برای سال آینده و چگونگی ترتیب کانسپیت نوت‌ها پروژه های پیشنهادی ریاست های سکتوری  نیز تحت ریاست مولوی معاذ الله عادل ریس پالیسی و پلان با حضور داشت نماینده‌های سکتوری ریاست‌هی وزارت زراعت در تالار ریاست عمومی پلان و هماهنگی برنامه ها تدویر یافت.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له‌خوا د کندز د کرنې ریاست ارزونه

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه کې د واټرشیډ او کانال جوړولو چارې روانې دي؛ ۸۰۰ جریبه ځمکه به خړوبه شي

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډنمارک د کډوالو شورا «ډي‌ارسي» په مالي ملاتړ، د هسکې مېنې ولسوالی د خم کلي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۹:۱۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس صنعتکارانو ستونزې واورېدې

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د خپل کار په دفتر کې د دغه ولایت له لسګونو صنعتکارانو او سوداګرو. . .

بازگشت