پکتیا کې د اوبولګولو د دوو پروژو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۱/۹/۱۹ - ۱۱:۲۶
پکتیا کې د اوبولګولو د دوو پروژو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱۹  لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۶ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه‍.ق 
د پکتیا دکرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د پاملرنې مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت مرکز ګردیز اړوند د رباط اشرت خېلو کلي کې د کاریز او ویالې پاکولو د پروژو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارلي دي.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالرؤف سعید، د پکتیا ولایت د سیندیزې حوزې مشاور، د پاملرنې مؤسسې مسئول، قومي مشران او بزګرانو ګډون کړی و.
په غونډه کې د پکتیا دکرنې رییس مولوی عبدالرؤف سعید وویل: «د پکتیا ولایت مرکز ګردیز اړوند د رباط اشرت خېلو کلی کې د ۹۵۷ زره او ۱۹۵ افغانیو په لګښت د کاریز او ویالې پاکولو پروژې بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي.»
ښاغلی سعید د یادو پروژو په پلي کیدو خوښي وښوده، او د پاملرنې مؤسسې د دوامداره هڅې یې وستایلې او د سیمې له وګړو څخه يې وغوښتل، چې په راتلونکې کې د یاد کاریز ساتنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د پکتیا دکرنې رییس وویل، چې یاد کاریز  به د اوبولګولو په برخه کې د سیمې د وګړو ډیری ستونزې هوارې کړي.
په همدې حال کې د پاملرنې مؤسسې مسوول په خپلو خبرو کې وویل، چې په دې پروژه کې د ویالې ترڅنګ د ۱۷۰۰ مترو په اوږدوالی د کاریز پاکول او ۱۱ څاګانو رغول شامل دي، چې په دې سره به ۹۵۰ جریبه ځمکه خړوبه او ۱۰۵ کورنۍ به ورڅخه ګټه پورته کړي.
په دې غونډه کې دغه راز د رباط اشرت خېلو قومي مشرانو او ځوانانو د پکتیا دکرنې رییس مولوی عبدالرؤف سعید د ښو چوپړتیاوو وړاندې کولو په پار ښاغلی سعید ده ستاینلیک ډالۍ کړ.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۷
Background image

کرنې وزارت کې د ځنګلونو د مدیریت، بیارغونې او ساتنې غونډه ترسره شوه

۱۶ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۸ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هېواد د ځنګلونو د مدیریت، بیارغونې او ساتنې په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت کې یوه مهمه غونډه د یاد وزارت د اوبو لګولو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۸:۲۶
Background image

د هلمند دوو ولسوالیو کې پر سلګونو بزګرانو د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۱۶ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۸ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د افغانستان راتلونکو نسلونو مؤسسې په مالي ملاتړ، د مارجې او نادعلي ولسوالیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د میدان وردګو کرنې ریاست کې د چاپېریال د زرغونتیا په پارنیالګې کېنول شول

۱۵ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې ریاست کې د چاپېریال د ښکلا او زرغونتیا د پیاوړتیا په موخه نیالګي کېنول شول. 
د چاراکو په خبره د یاد ریاست په. . .

بازگشت