زابل کې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د استرداد تخنیکي ټیم غونډه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۷ - ۱۳:۲۳
زابل کې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د استرداد تخنیکي ټیم غونډه

۱۷  لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۴ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه‍.ق
 د زابل  ولایت د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د استرداد تخنیکي ټیم د غصب شویو ځمکو اړوند شپږمه غونډه دائره کړه.
ياده غونډه چې د زابل ولایت د کرنې ریاست کې جوړه شوې وه ،پکې د زابل د کرنې رییس، د عدلیې رییس، د ښارجوړونې رییس، د کار او ټولنیز چارو رییس،د ارشاد حج اوقافو رییس،د څارنوالی رییس، د ولایت ښاروال، د ولایت مستوفي، د امینه قومندانۍ مرستیال، د امارت د قضایاوو استازی او د اراضي د کدستر د سروې مدیرد غړو په توګه شتون درلود.
په دې غونډه کې د قلات ښاروالۍ او دوه تنه کسانو ترمنځ د نوې نمرو په سیمه کې موضوع و څېړل شوه او د مرکز قلات ته څېرمه د تبسخر په سیمه کې د امارت او شخصي اشخاصو تر منځ هئیتې او له ساحې څخه لیدنه وشوله همدارنګه مقابل جانبین څخه اسناد را وغښتل  شول او په حل لاره يې خبرې وشوې.
د غونډې په جریان کې د تخنیکي ټیم غړو په نوبتي ډول خپل نظریات شریک کړل.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت