د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د هلمند ولايت بولان فارم څخه ليدنه وکړه

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۰ - ۱۴:۷
د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د هلمند ولايت بولان فارم څخه ليدنه وکړه


دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوی باز محمد فیضان هلمند ولايت ته د سفر په ترڅ کې ددې ولايت په مرکز کې د بولان فارم او قوريې څخه د ليدنې په ترڅ کې د ياد فارم د ستونزو هوارولو په پار اړوندو چارواکو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
د دې کتنې په ترڅ کې چې دکرنې وزارت مالي او حسابي رییس مولوی ضیاءالدین واقف، د کرنې وزارت د څړځایونو رییس سید خالد صاحب زاده او د هلمند دکرنې رییس مولوی عبدالباري شهاب دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوی باز محمد فیضان ملتیا کوله د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال د ياد فارم د کارکوونکو کړنې او فعاليتونه وستايل او له دوی څخه وغوښتل، چې په بشپړ ايماندارۍ او صداقت سره هلې ځلې وکړي، چې د هلمند ولايت د زرغونتيا په پار دې لا ډېر نيالګي توليد کړي.
دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال د هلمند ولايت د بزګرانو او مالدارانو د ستونزو حلولو او له دوی سره د ليده کاته په پار او دغه راز د هلمند په ولايت کې د اوبولګولو د نويو پروژو د تنظيم په پار ياد ولايت ته سفر کړی دی.

بازدید معین آبیاری و منابع طبیعی از فارم بولان ولایت هلمند 
۹ قوس ۱۴۰۱ هـ.ش
مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت از فارم و قوریه بولان در مرکز ولایت هلمند بازید کرده و هدایات لازم را جهت حل مشکلات فارم متذکره به مسوولان آن سپرد.
در جریان این بازدید که معین آبیاری و مالداری را مولوی ضیاءالدین واقف رییس مالی و حسابی، سید خالد صاحب زاده رییس تنظیم علفچری‌های وزارت زراعت و مولوی عبد الباری شهاب رییس زراعت هلمند همراهی‌ می‌کردند معین آبیاری از فعالیت‌ها و کارکرد‌های کارمندان فارم متذکره ستایش کرده و از آنها خواست تا با صداقت و ایمانداری کامل تلاش‌ نمایند تا نهال‌های بیشتری را جهت سرسبزی ولایت هلمند تولید نمایند.
معین آبیاری وزات زراعت جهت دید و بازدید و با دهقانان و مالدارن جهت حل مشکلات شان و تنظیم پروژه های جدید آبیاری در ولایت هملند به آن ولایت سفر کرده است.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له‌خوا د کندز د کرنې ریاست ارزونه

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه کې د واټرشیډ او کانال جوړولو چارې روانې دي؛ ۸۰۰ جریبه ځمکه به خړوبه شي

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډنمارک د کډوالو شورا «ډي‌ارسي» په مالي ملاتړ، د هسکې مېنې ولسوالی د خم کلي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۹:۱۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس صنعتکارانو ستونزې واورېدې

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د خپل کار په دفتر کې د دغه ولایت له لسګونو صنعتکارانو او سوداګرو. . .

بازگشت