د لوګر دکرنې ریاست: د پیازو د زېرمتونونو چارې په چټکۍ روانې دي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۷ - ۱۱:۴۵
د لوګر دکرنې ریاست: د پیازو د زېرمتونونو چارې په چټکۍ روانې دي

د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د پیازو د زېرمتونونو د جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي، چې ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته سپارل شي.
د لوګر ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی سیدامین هاشمي په داسې حال کې چې د لوګر دکرنې ریاست د کرنیزو چارو آمر محمد رفیع ابراهیمي د برکي برک ولسوالی د کرنې مدیر مولوی محمدولي هشام او د تطبیق کوونکو پروژو تخنیکي انجنیر یې هم ملتیا کوله د مرکز او برکي برک ولسوالی اړوند د پیازو زېرمه تونو څخه څارنه وکړه.
د لوګر دکرنې رییس د لیدنې په لړ کې د جوړیدونکو زېرمه تونونو ګټه اخیستونکو ته په خطاب کې وویل، چې د جوړو شویو ذخیره خونوڅخه ښه ساتنه وکړي او ترې سالمه ګټه پورته کړي.
د یادولو وړ ده، چې دغه پروژې د کرنې ریاست له لوري د دولت له بودیجې څخه جوړېږی.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

بازگشت