د پکتیکا دکرنې ریاست: پر ۲۱ زره او ۴۰۰ بېوزله کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۷ - ۱۱:۴۱
د پکتیکا دکرنې ریاست: پر ۲۱ زره او ۴۰۰ بېوزله کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول

د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «او،آر،ډي» مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت په ۲۱ زره او ۴۰۰ بېوزله کورنیو اړین خوراکي توکي وېشلي دي.
د چارواکو په خبره د پکتیکا ولایت د مرکز شرنې په ګډون ددې ولایت د سروضې، زېړوک، یحی خېل، جاني خېل، خیرکوټ او یوسف خېلو ولسوالیو پر ۲۱ زره او ۴۰۰ بېوزله کورنیو اړین خوراکي توکي وېشل شوي دي.
ددې مرستې په لړ کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لیټره غوړي، یو من دال، یوه کیلو ګرامه مالګه او د ماشومانو لپاره د خوارځواکۍ د مخنیوي توکي وېشل شوي دي.
باید وویل شي، چې دا شپږم ځل دی، چې په دې ولایت کې پر بېوزله کورنیو خوراکي توکي وېشل کېږي، چې ۷۰ سلنه یې د کار په بدل کې ورکول کېږي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له‌خوا د کندز د کرنې ریاست ارزونه

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه کې د واټرشیډ او کانال جوړولو چارې روانې دي؛ ۸۰۰ جریبه ځمکه به خړوبه شي

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډنمارک د کډوالو شورا «ډي‌ارسي» په مالي ملاتړ، د هسکې مېنې ولسوالی د خم کلي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۹:۱۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس صنعتکارانو ستونزې واورېدې

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د خپل کار په دفتر کې د دغه ولایت له لسګونو صنعتکارانو او سوداګرو. . .

بازگشت