ننګرهار: د ځمکو د غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوی هسکه مینې او کوټ ولسوالیو کې کمپاین پیل کړ

user-admin
شنبه ۱۴۰۱/۹/۵ - ۱۵:۱۵
ننګرهار: د ځمکو د غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوی هسکه مینې او کوټ ولسوالیو کې کمپاین پیل کړ


۵  لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۱ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه‍.ق
په ننګرهار ولایت کې د اماراتي، سلطانې، مرعي او وقفي ځمکو د غصب څخه د بېرته راګرځولو تخنيکې پلاوی د خپلې تېرې غونډې د پریکړي په اساس هسکه مینې او کوټ ولسوالیو ته سفر وکړ.
د دې سفر موخه د دواړو ولسوالیو تر مینځ د دولتې ډاک د غصب څخه مخنیوی دي، کوم کې چې د PMS مؤسسې لخوا د آبادۍ کارونه روان دي، د دواړو ولسوالیو ولسوالانو په ګډون د تخنیکې پلاوي غړو ځايي خلکو ته توصیه وکړه او زیاته يي کړه چې ټول ډاکونه، ځنګلونه، څړځایونه او سیند غاړي دولتي املاکات دي او پدغه سیمو کې په خپل سره کارونو څخه ډډه وکړي. دوي همداراز زیاته کړه چې په قانونې توګه کولای شي د مشروع کرنې او حلالې نفقې پیدا کولو لپاره دولتي ځمکې په اجاره ونیسي او د قانون مطابق پکې خپلي مشروع کړنې ترسره کړي.
د ننګرهار دکرنې ریاست وایيهیچاته به اجازه ورنکړو تر څو اماراتي ځمکې غصب کړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

بازگشت