د ننګرهار د کانال ریاست: ددې ریاست د زیتونو تېل او اچارو عواید څه باندې ۷۱ میلیون افغانۍ ده

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۳۰ - ۱۵:۱۸
د ننګرهار د کانال ریاست: ددې ریاست د زیتونو تېل او اچارو عواید څه باندې ۷۱ میلیون افغانۍ ده

۳۰ لړم ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۶ ربیع‌الثاني ۱۴۴۴ ه‍.ق 
د ننګرهار دکانال ریاست چارواکي وایي، چې ددې ریاست اړوند د زیتونو تېل او اچارو سږني عواید څه باندې ۷۱ میلیون افغانیو ته رسېږي.
د ننګرهار دکانال رییس مولوی غلام الرحمن کظیم وایي، چې د یاد کانال د پرسونل او امکاناتو له لارې سږکال ۱۲۱ زره او ۷۳ لیټره د زیتون تېل او ۳۱ زره او ۶۵۰ بوتله ۵۰۰ ګرامه اچار تولید شوي دي، چې د راڼه او عادلانه داوطلبۍ له لارې یولیټر زیتون تېل په ۵۶۲ افغانۍ او یوبل زیتون اچار په ۱۰۵ افغانۍ، چې ټول ټال څه باندې ۷۱ افغانۍ کېږي خرڅ او عواید یې د دولت خزاني ته سپارل کېږي.
باید وویل شي، چې د افغانستان د زیتونو تېل او اچار په کور د ننه سربېره په بهرنیو هېوادونو کې هم پېرېدونکي لري، او هر کال د زیتونو تېل او اچار له هېواده بهر هم صادرېږي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

بازگشت