د عبدالوکیل خان څېړنیز فارم څخه لیدنه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۱/۸/۲۸ - ۱۴:۱۰
د عبدالوکیل خان څېړنیز فارم څخه لیدنه

۲۸ لړم ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۴ ربیع‌الثاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د لغمان په ولایت کې د عبدالوکیل خان څېړنیز بڼ څخه لیدنه وکړه.
دا بڼ چې ۸۷ جریبه ځمکه ده، پر بېلابېلو ونو د څېړنې په پار جوړه شوې، چې د لمریز واټرپمپونو له لارې خوړبېږي. اوسمهال په دې څېړنیز بڼ کې ۴۰۰ زره ډول ډول نیالګي اېښودل شوي او تر پالنې لاندې دي.
ددې بڼ د چارواکو په خبره یاد بڼ په تشکیل کې پرسونل نه لري خو اوس مهال یې چارې د خوړو نړیوال پروګرام  (WFP) له خوا پر مخ ولړ کېږي.
دغه راز ددې بڼ چارواکو په دې بڼ کې د پراختیایي بودیجې نشتون او نورو ستونزو څخه هم یادونه وکړه.
په همدې حال کې دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال دکرنې وزارت امکاناتو ته په کتو د دوی د ستونزو او ننګونو د حل ژمنه وکړه.

دیدار از باغ تحقیقاتی عبدالوکیل خان
۲۸ عقرب ۱۴۰۱ ه‍.س
معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از باغ تحقیقاتی عبدالوکیل خان در ولایت لغمان بازدید کرد.
این باغ در مساحت ۸۷ جریب زمین به منظور تحقیق نهال‌های مختلف النوع ایجاد شده و  از طریق سولر واترپمپ‌ها آبیاری می‌شود که در حال حاضر در این باغ تحقیقاتی چهار صد هزار نهال مختلف النوع غرس شده و تحت پرورش قرار دارد. 
به گفته مسوولان باغ متذکره  این باغ در تشکیل پرسونل ندارد اما فعلا کار آن توسط موسسه WFP به پیش می‌رود.
همچنان مسوولان مربوطه این باغ از نبود بودجه انکشافی و سایر مشکلات در این باغ یادآور کردند که 
معین آبیاری و منابع طبیعی در مورد حل مشکلات و کمبودی آن در محدوده امکانات وزارت زراعت وعده همکاری داد.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۴۲
Background image

د ننګرهار بڼوالۍ څېړنيز مرکز کې د لوکاټو پر ۱۲ ورايټيو کیفي څېړنې ترسره شوې

۲۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د څېړنو لوی مدیریت اړوند د بڼوالۍ څېړنيز مرکز کې د لوکاټو پر ۱۲ بېلابېلو ورايټيو کیفي څېړنې ترسره. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۴۱
Background image

ننګرهار کې د ملکيت حقونو د تثبيت کمېټې کار پیل کړ

۲۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد له لورې د بېلابېلو ادارو استازو په شتون کې دملکیت حقونو تثبيت کمېټې د کارونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۳۰
Background image

نورستان کې پراخ کرنیز پرمختیایي فعالیتونه؛ لسګونه پروژې پلې او میلیونونه افغانۍ عواید راټول شوي

۲۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال په ترڅ کې یې د پراختیایي بودیجې او د همکارو مؤسسو په ملاتړ د. . .

بازگشت