‎ننګرهارکې ۱۱۵ کروندګرو سره نغدې مرستې وشوې

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۶ - ۸:۵۳
‎ننګرهارکې ۱۱۵ کروندګرو سره نغدې مرستې وشوې

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ژغورنې نړیواله کمیټې (IRC)  لخوا د سرخرود او بټي کوټ ولسوالیو ۱۱۵ تنه مستحقو نارینه او ښځینه کروندګرو سره د اقتصاد د پیاوړتیا او د کرنیزو وسایلو او تخمونو د اخبستلو په موخه نغدې مرستې وشوې.
‎ددې مرستې په ترڅ کې هر بزګر ته ۲۶۱۰۰ افغانۍ ورکړل شوي دي، چې ۵۷ یې نارینه او ۸۸ یې ښځینه کروندګر دي.
‎د چارواکو په خبره ددې مرستې موخ داده، چې برخمن شوي بزګران له دغومرستو څخه په ګټنې د خپل ضرورت وړ کرنیز وسایل، تخمونه او کیمیاوی سرې واخلي او خپل اقتصاد پیاوړي کړي.
‎ د یادونې وړ ده چې په نښه شوو کروندګرو ته به د کرکیلي په مختلفو برخو کې روزنه هم ورکول شي. 
‎ورته مهال د ډنمارک د ګډوالو ادارې (DRC) موسسې لخوا د سرخرود، بټی کوټ او غني خېلو ولسوالیو کې ۲۳۱ تنه کاریګرو ته چې د کانالونو او سربندونو د جوړولو په چارو کې بوخت دي، د کار په بدل کې نغدې مرستې وشوې.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

بازگشت