پکتیا:د ځنګلونو د قطع مخنيوي کميټې د مرکز ګرديز اړوند لرګيو هډې له لرګي پلورونکو سره ناسته ترسره کړه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۸/۲۴ - ۹:۱۹
پکتیا:د ځنګلونو د قطع مخنيوي کميټې د مرکز ګرديز اړوند لرګيو هډې له لرګي پلورونکو سره ناسته ترسره کړه

د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست اړوند د ځنګلونو او طبيعي سرچينو آمريت د ځنګلونو د قطع مخنيوي کميټې غړو د مرکز ګرديز اړوند لرګيو هډې له لرګي پلورونکو سره د ځنګلونو د قطع مخنيوي په موخه د دی ریاست د غونډو په تالار کی ناسته ترسره کړه.
په ياده ناسته کې ګډونوالو ته د ځنګلونو د ګټو او اهميت په اړه د عامه پوهاوی ترڅنګ د ځنګلونو د قطع مخنيوي په برخه کې د امير المؤمنين فرمان او د وزیرانو شورا پریکړه هم دوی ته وړاندې شو، په ناسته کې له لرګي پلورونکو وغوښتل شول چې د لمدو لرګيو له پېر او پلور څخه په کلکه ډډه وکړي او د چهارتراشو لرګیو مالیه به د طرحې مطابق تری اخیستل کېږی.
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالرؤف سعید په خپلو خبرو کې وويل چې د ځنګلونو ساتنه د کرنې رياست له لومړيتوبونو څخه ده او هيڅ چا ته اجازه نه ورکوي چې ددې ولايت ځنګلونه تخريب او له منځه یوسي، نوموړي لرګي پلورونکو ته په ټينګار سره وويل چې هر څوک د لمدو لرګيو په پېر، پلور او قاچاق کې ونيول شول د قانون منګولو ته به وسپارل شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۰:۹
Background image

ننګرهار کې به سږ کال د جلغوزیو له طبیعي ځنګلونو څخه ۱۴۰ مټریک ټنه خالص جلغوزي ترلاسه شي

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، د روان کال په ترڅ کې به د دې ولایت د جلغوزیو له طبیعي ځنګلونو څخه د اټکل له مخې ۱۴۰ مټریک ټنه خالص جلغوزي ترلاسه شي، چې دا د تېر کال. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۹:۱
Background image

د کندهار په باغ‌پُل سیمه کې د ۱۳ کارټنه قاچاقي کرنیزو درملو د انتقال مخه ونیول شوه

۱۵ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د بوټې ژغورنې مدیریت د قرنطین مسؤلینو د کندهار ښار د اوومې ناحیې اړوند باغ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۸:۳۷
Background image

د ننګرهار خوږیاڼو ولسوالی کې د حیواني کلینیکونو د فعالیتونو څارنه ترسره شوه

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ خدمتونو او څارویو روغتیا امر، مفتي عزیزالرحمن عزیز، په مشرۍ ګډ پلاوي د خوږیاڼو ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د یو شمېر حیواني. . .

بازگشت