هلمند کې پر یوشمېر بزګرانو او بڼوالو اصلاح شوي تخمونه او د بڼوالۍ توکي ووېشل شول

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۳ - ۱۱:۵۲
هلمند کې پر یوشمېر بزګرانو او بڼوالو اصلاح شوي تخمونه او د بڼوالۍ توکي ووېشل شول

۲۳ لړم ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۹ ربیع‌الثاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) په مالي او د (ORCD) مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت پر لسګونو بزګرانو او بڼوالو د غنمو اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سرې او د بڼوالۍ اړونده توکي وېشلي دي.
دغه لړۍ د هلمند ولایت د ګرشک او نادعلي ولسوالیو نږدې ٨٢ مستحقو بزګرو او بڼوالو ته پلي شوه، چې له وړاندې د یوې ګډې کمیټې لخوا د یوې سروې له مخې تشخیص او د مستحقینو په لیست کې شامل شوي ول.  
د یادې پروسې له لارې هر بزګر ته ٥٠ کیلو ګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم ، ٥٠ کیلوګرامه توره سره ، ٥٠ کیلوګرامه سپینه سره او د بڼوالۍ ټولکیټونه وېشل شوي دي.
د هلمند ولایت د کرنې اداره هڅه کوي تر څو د بزګرو، مالدارانو او بڼوالو سره د اصلاح شوو تخمونو، کیمیاوي سرو، کرنیزو اړینو توکیو او د نباتي ناروغیو مخنیوی تر څنګ په بېلابېلو برخو کې د مرستې او همکارۍ زمینه برابره کړي ترڅو له دې لارې په کرنیز اقتصاد کې بهبود او نوښت رامنځته شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۳:۰
Background image

خوست کې د شنو خونو د جوړولو بهیر چټکتیا؛ د وسایلو د وېش پروسه تر تخنیکي څار لاندې ونیول شوه

۱۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت تر چتر لاندې، د ترویج عمومي مدیریت په نظارت او د اکشن اېډ مؤسسې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۲:۵۷
Background image

د بلخ ولایت د کرنې ریاست کې د مراجعینو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو او همغږۍ غونډه ترسره شوه 

۱۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رییس حافظ محمد موسی مبین له لوري د مراجعینو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو او د ریاست له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۲:۵۷
Background image

د ننګرهار وادې کرنیز شرکت له لوري د ننګرهار پوهنتون زده‌کړیالانو ته د عملي زده‌کړو زمینه برابره شوې 

۱۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت په بېلابېلو فارمونو او بڼونو کې د کرنې، وترنرۍ، اقتصاد، انجینرۍ او نورو څانګو زده‌کړیالان د خپلو مسلکي زده‌کړو د. . .

بازگشت