‎لغمان کې د غنمو ۲۰ ننداریزې کروندې جوړېږي

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۹ - ۱۲:۱۱
‎لغمان کې د غنمو ۲۰ ننداریزې کروندې جوړېږي

د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ترکیې هېواد د (IHH) مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت په ۲۰ بزګرانو د غنمو د ننداریزو کروندو جوړولو په پار د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشلي دي.
‎د لغمان دکرنې رییس الحاج مولوی محمد ولي حسن وویل، چې ددې مرستې په ترڅ کې هر بزګر ته ۲۵ کیلو د غنمو اصلاح شوي تخم، ۲۵ کیلو توره او ۵۰ کیلوګرامه سپینه سره وېشل شوي دي.
‎ددغو توکو په وېش غونډه کې د لغمان دکرنې رییس الحاج مولوی محمد ولی محسن د (IHH) مؤسسې له چارواکو مننه وکړه، چې د لغمان ولسونو سره مرستې او همکارۍ کوي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

بازگشت