‎د لغمان علیشنګ کې په ۳۶۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرې وېشل کېږي

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۹ - ۱۱:۴۷
‎د لغمان علیشنګ کې په ۳۶۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرې وېشل کېږي

د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په مالي او د (ABM) مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د علیشینګ ولسوالی په ۳۶۰ بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل کړ.
‎په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د لغمان دکرنې رییس مولوی محمد ولي محسن بزګرانو ته په خطاب کې وویل: «کوم اصلاح شوی دغنمو تخمونه او کیمیاوی سرې، چې تاسو ته درکول کېږي نو پکار دی چې ددې مؤسسې دمسولینو دلارښوونو سره یې سم وکرئ او ټول هغه لارښونې چې دکر څخه تر رفع حاصل پورې تاسو ته ارایه شوی دهغې مطابق ترسره شي تر څو دفي واحد ځمکې څخه لوړ او باکیفیته حاصل ترلاسه شي.»
‎ددې مرستې په ترڅ کې هر بزګرته ۵۰ کیلو ګرامه د غنمو اصلاح شوي تخم، ۵۰ کیلوګرامه ډي.پي.اي او ۵۰ کیلوګرامه یوریا سره ورکول کېږي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۷
Background image

کرنې وزارت کې د ځنګلونو د مدیریت، بیارغونې او ساتنې غونډه ترسره شوه

۱۶ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۸ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هېواد د ځنګلونو د مدیریت، بیارغونې او ساتنې په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت کې یوه مهمه غونډه د یاد وزارت د اوبو لګولو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۸:۲۶
Background image

د هلمند دوو ولسوالیو کې پر سلګونو بزګرانو د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۱۶ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۸ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د افغانستان راتلونکو نسلونو مؤسسې په مالي ملاتړ، د مارجې او نادعلي ولسوالیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د میدان وردګو کرنې ریاست کې د چاپېریال د زرغونتیا په پارنیالګې کېنول شول

۱۵ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې ریاست کې د چاپېریال د ښکلا او زرغونتیا د پیاوړتیا په موخه نیالګي کېنول شول. 
د چاراکو په خبره د یاد ریاست په. . .

بازگشت