د کندز په ۶۰۰۰ بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۸/۱۷ - ۱۵:۶
د کندز په ۶۰۰۰ بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۱۷ لړم ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۳ ربیع‌الثانی ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکندز ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې( FAO)په مالي او د (لاس په لاس) مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د مرکز او خان آباد ولسوالی په ۶۰۰۰ مستحقو بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرې وېشلي دي.
ددې مرستې په ترڅ کې هر بزګرته ۵۰ کیلو ګرامه د غنمو اصلاح شوي تخم، ۵۰ کیلوګرامه ډي.پي.اي او ۵۰ کیلوګرامه یوریا سره ورکول کېږي.
ددې مرستې موخه په دې ولایت کې دکرنیزو محصولاتو زیاتوالی او د بېوزله بزګرانو ملاتړدی.
باید وویل شي، چې په نږدې راتلونکي کې  به یادو بزګرانو ته د غنمو کرلو، هرزه بوټو مخنیوي، اوبولګونې، د سرو استعمال،  ناروغیو او حاصل ټولولو په برخه کې روزنه هم ورکړل شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۱۳
Background image

هلمند کې د مالدارۍ سکتور د ودې او پراختیا په پار نوې هڅې پیل شوې دي


۲۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مشرتابه په لارښوونه، د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمر حافظ هدایت الله هدایت په ځانګړو هڅو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۴
Background image

د کرنې وزارت د ویاند د هرات د زعفرانو د کیفیت د کنټرول لابراتوار څخه لیدنه

 

۲۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوی رییس او ویاند مولوی شیرمحمد حاتمی، هرات ولایت ته دخپل سفر په ترڅ کې کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۲:۱
Background image

د نورستان د کرنې رییس واما او وانټ ولسوالیو ته د ځنګلونو ساتنې، عوایدو ارزونې او اداري چارو د څار په موخه رسمي سفر ترسره کړ


۲۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالرؤف سعید د عشر او زکات د آمر حاجي ظاهر په ملتیا واما او وانټ ولسوالیو ته دوه. . .

بازگشت