د کندز چهاردرې ولسوالی په ۳۰۰۰ بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۸/۱۷ - ۹:۵۷
د کندز چهاردرې ولسوالی په ۳۰۰۰ بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

دکندز ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې( FAO)په مالي او د (لاس په لاس) مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د چهار درې ولسوالی  په ۳۰۰۰ مستحقو بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرې وېشلي دي.
ددې مرستې په ترڅ کې هر بزګرته ۵۰ کیلو ګرامه د غنمو اصلاح شوي تخم، ۵۰ کیلوګرامه ډي.پي.اي او ۵۰ کیلوګرامه یوریا سره ورکول کېږي.
ددې مرستې موخه په دې ولایت کې دکرنیزو محصولاتو زیاتوالی او د بېوزله بزګرانو ملاتړدی.
باید وویل شي، چې په نږدې راتلونکي کې  به یادو بزګرانو ته د غنمو کرلو، هرزه بوټو مخنیوي، اوبولګونې، د سرو استعمال،  ناروغیو او حاصل ټولولو په برخه کې روزنه هم ورکړل شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۷:۴۱
Background image

پکتیا کې د کرنې ریاست په همغږۍ سلګونو بزګرانو سره د اړینوتوکو مرسته وشوه

د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د سره صلیب موسسې له لوري د ډنډ پټان ولسوالی د مقبل حسین خېل په کلي کې د کرنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا په موخه یو مهم پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۴:۳۴
Background image

دکرنې او مالدارۍ مرستیال د کابل د بادام‌باغ نندارتون په څنډه کې د اروپايي ټولنې د اقتصادي چارو مرستیال سره وکتل


۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل په بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د څلور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۹:۵۳
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون له غرفو څخه د کرنې وزارت د مشرتابه لیدنه

۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګر مېلې او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د څلور دېرشم نندارتون په لومړۍ ورځ، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د کرنې. . .

بازگشت