د کندهار دکرنې رییس د (IHH) مؤسسې له چارواکو سره کتل

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۵ - ۱۵:۳۰
د کندهار دکرنې رییس د (IHH) مؤسسې له چارواکو سره کتل

۱۵ لړم ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۱ ربیع‌الثانی ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمود مظلوم د ترکیې هېواد د (IHH) مؤسسې له چارواکو سره وکتل.
په دې کتنه کې د ننګرهار دکرنې رییس مولوی محمود مظلوم د (IHH) مؤسسې له چارواکو څخه مننه وکړه، چې د افغانستان له کرنې اومالدارۍ سره مرستې او همکارۍ کوي.
په همدې حال کې د (IHH) مؤسسې چارواکو وویل، چې ددې ولایت دکرنې د پایښت په موخه هرراز همکاریو ته ژمن دی.
ددې کتنې په پای کې د یادې مؤسسې له خوا د کندهار دکرنې ریاست په انګړ کې د دې ولایت د ډنډ او دامان ولسوالیو یوشمېر بزګرانو سره د ننداریزو کروندو جوړولو په پار د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو مرسته وشوه.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

بازگشت