د ننګرهار دوو ولسوالیو کې په ۳۵۰۰ بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۵ - ۱۴:۵۷
د ننګرهار دوو ولسوالیو کې په ۳۵۰۰ بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۱۵ لړم ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۱ ربیع‌الثانی ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې( FAO)په مالي او د (Action Aid) مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د رودات او سرخ رود ولسوالیو په ۳۵۰۰ مستحقو بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرې وېشلي دي.
د چارواکو په خبره د روداتو ولسوالی په ۱۵۰۰ او د سرخ رود ولسوالی په ۲۰۰۰ بزګرانو یادې مرستې وېشل شوي دي.
ددې مرستې په ترڅ کې هر بزګرته ۵۰ کیلو ګرامه د غنمو اصلاح شوي تخم، ۵۰ کیلوګرامه ډي.پي.اي او ۵۰ کیلوګرامه یوریا سره ورکول کېږي.
ددې مرستې موخه په دې ولایت کې دکرنیزو محصولاتو زیاتوالی او د بېوزله بزګرانو ملاتړدی.
باید وویل شي، چې په نږدې راتلونکي کې  به یادو بزګرانو ته د غنمو کرلو، هرزه بوټو مخنیوي، اوبولګونې، د سرو استعمال،  ناروغیو او حاصل ټولولو په برخه کې روزنه هم ورکړل شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۰:۲۹
Background image

ښورابک فرضي کرښې له لاري پاکستان ته د سلګونو پسونو د قاچاق مخه نیول شوې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند، د مالدارۍ آمریت چارواکي وایي، چې د ښورابک ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو او امنیتي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۷
Background image

کرنې وزارت کې د ځنګلونو د مدیریت، بیارغونې او ساتنې غونډه ترسره شوه

۱۶ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۸ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هېواد د ځنګلونو د مدیریت، بیارغونې او ساتنې په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت کې یوه مهمه غونډه د یاد وزارت د اوبو لګولو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۸:۲۶
Background image

د هلمند دوو ولسوالیو کې پر سلګونو بزګرانو د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۱۶ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۸ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د افغانستان راتلونکو نسلونو مؤسسې په مالي ملاتړ، د مارجې او نادعلي ولسوالیو. . .

بازگشت