د ننګرهار کانال ریاست: د هډې فارم ځنغوزیو کاروبار کې سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۸ - ۱۳:۹
د ننګرهار کانال ریاست: د هډې فارم ځنغوزیو کاروبار کې سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده


۸ لړم ۱۴۰۱ه‍.ش
۴ ربیع‌الثانی ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار د کانال ریاست چارواکي وایي، چې ددې ریاست اړوند د هډې فارم په دویم بلاک کې د ۱۴۰ میلیونه افغانیو په پانګونې د ځنغوزیو کاروبار روان دی، چې نږدې ۵۰۰ بېوزله هېوادلو ته چې ډېره برخه یې مېرمنې د کار زمینه برابره شوې ده.
له ښه بخته  سږ کال به د ننګرهار د ځنغوزيو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی ، د زیاتوالي یو لامل يې په غرنیزو سيمو کې د امنیت شتون دی.
د ننګرهار په اتو ولسواليو حصارک، شېرزاد، خوګیانو، پچیراګام، ده بالا، کوټ، اچین او سپین غر کې څه باندې ۱۱۶۰۹ هکټاره د ځنغوزيو طبیعي ځنګلونه شتون لري، چې د سیمې په ښکلا، د خلکو اقتصادي ژوند، هوا او د اقلیم په بدلون کي مثبت رول لري . .
ننګرهار د هغو ولایتونو له ډلې دی، چې زیاته اندازه د غوزانو، ځنغوزيو او نور مېوه لرونکې اوغیر مېوه لرونکې طبیعي ځنګلونه لري، چې له دې ډلې ۱۸ سلنه یې د ځنغوزيو په ونو پوښل شوي دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

بازگشت