ننګرهار: د غنمو ننداریزو قطعو جوړولو په موخه په بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وویشل شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۱/۸/۷ - ۱۱:۴۳
ننګرهار: د غنمو ننداریزو قطعو جوړولو په موخه په بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وویشل شول

۷ لړم ۱۴۰۱ه‍.ش
۳ ربیع‌الثانی ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د افغانستان لپاره د سويډن کميټې د کليوالي حکومتوالۍ او معيشيت پياوړتيا پروژي  لخوا د یاد ریاست سره په همغږۍ د ننګرهار ولایت په اچین او ګوشتې ولسوالیو کې په ۲۰۰ کروندګرو د غنمو ننداریزو قطعو د جوړولو په موخه اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سری ووېشل شول. 
د یاد دفتر د مسؤلینو په وینا د اچین په ولسوالۍ کې ۱۰۴ تنه بزګرانو او د ګوشتې په ولسوالۍ کې ۹۶ تنه بزګرانو ته چې هر بزګر ته د یو جریب ننداریزې قطعې جوړولو لپاره ۲۵ کیلو د غنمو اصلاح شوي تخمونه، ۲۵ کیلو توره سره او ۵۰ کیلو سپینه سره ووبېشلشول، او ترڅنګ یې دغو کروندګرو ته  د کرکیلې اړوند روزنه هم ورکړل شوي دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

بازگشت