د پکتیکا د اتو ولسوالیو په څه باندې ۲۱ زره اړمنو کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۱/۸/۷ - ۱۱:۳۶
د پکتیکا د اتو ولسوالیو په څه باندې ۲۱ زره اړمنو کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول

۷ لړم ۱۴۰۱ه‍.ش
۳ ربیع‌الثانی ۱۴۴۴ ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د (او.آر.ډي) مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د اتو ولسوالیو«مرکز شرنه، ارګون، سروضه، زېړوک، یوسف خېل، یحی خېل، جاني خېل او خیرکوټ» په ۲۱۴۰۰ اړمنو کورنیو اړین خوراکي توکي وېشلي دي.
د چارواکو په خبره ددې مرستې په ترڅ کې د پکتیکا په مرکز شرنه کې ۵۵۰۰، ارګون کې ۴۴۰۰،سروضې کې ۱۵۵۰، زېړوک کې ۱۳۰۰، یوسف خېل کې ۱۹۰۰، یحی خېل کې ۲۱۰۰، خاني خېل کې ۲۰۰۰ او خیرکوټ ولسوالۍ کې په ۲۶۵۰ اړمنو کورنیو باندې اړین خوراکي توکي وېشل شوي دي.
ددې مرستې په ترڅ کې یاد هرې کورنۍ ته یوه بوجۍ ۵۰کیلویې اوړه، ۵لیټره غوړي، یو من دال، او د ماشومانو د خوارځواکۍ د مخنیوي توکي شامل دي.
د یادونې وړ ده، چې دا توکي د پنځم ځل لپاره پر یادو کورنیو وېشل شوي دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

بازگشت