ننګرهار کې د اماراتي ځمکو د غصب مخنیوي په موخه ناسته ترسره شوه 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۱/۸/۷ - ۱۱:۲۶
ننګرهار کې د اماراتي ځمکو د غصب مخنیوي په موخه ناسته ترسره شوه 

د ننګرهار په ولایت کې د سلطاني او اماراتي ځمکو دغصب مخنيوي کمېسون د ننګرهار ولایت مرستیال والي مولوی محمد رباني ناصح تر مشرۍ لاندې غونډه ترسره کړه،.
 دغه کمېسون به راتلونکې اوونۍ کې د غصب شوو ځمکو او جايدادونه د بېرته را ګرځولو په موخه خپل فعالیت پیلوي.
د ننګرهار مرستیال والي مولوي محمد رباني ناصح سره د غصب مخنیوي کمېسون غړو په ناسته کې وویل، چې د امیرالمؤمنین حکم دی ترڅو یو ګډ کمېسون جوړ او سلطاني او اماراتي ځمکې له غصب څخه خلاصې او د امارات په واک کې ورکړل شي.
هغوي وویل، چې دا کمېسيون به د ځمکو تشخیص، د غصب مخنیوی، سلطاني او امارتي ځمکې په نښه کوي او د تثبیت وروسته به یې بېرته د امارات په واک کې ورکوي.
مرستیال والي د غصب مخنیوي کمېسيون ته سپارښتنه وکړه، چې د غصب شوو ځمکو د تشخیص لپاره باید یو عملیاتي پلان ترتیب شي ترڅو غصب شوي ځمکې، جایدادونو او تعمیرونو په اړه معلومات راټول او بشپړ ارقام ولایت مقام سره شریک کړي.
ننګرهار مرستیال والي د ادارو مسئولینو ته هم سپارښتنه وکړه، چې هر رییس مکلف دی ترڅو د خپلو ځمکو او جایدادونو په اړه معلومات ولري او د غصب مخنیوي کمېسون سره يې شریک کړي ترڅو بیرته يې راوګرځوي.
مرستیال والي د غصب مخنیوي کمېسون غړو ته ډاډ ورکړ، چې ولایت مقام يې ترشا ولاړ دی او په قوي اراده دې چارې مخته یوسي ترڅو غصب شوې ځمکې بیرته د امارات په واک کې ورکړل شي.

د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد د غصب مخنیوي کمېسيون غړو ته په غونډه کې وویل، چې په ننګرهار کې ټول ټال درې سوه او اویا زره جریبه ځمکه چې د خلکو له لوري غصب ده تثبیت شوې چې ژر به بېرته راوګرځول شي او غاصبین به د قانون منګولو ته وسپارل شي. 
همدار راز د جلال باد ښاروال نعمت الله اخند وویل، چې په جلال اباد ښار او نهو ناحیو کې شاوخوا ۱۰۲۷ قطعې ځمکه غصب شوې چې بیرته ګرځولو کې هڅې روانې دي، چې دولت په واک کې ورکړل شي.
د یادونې وړ ده، چې پدې کمېسيون کې د کرنې، اوبولګولواو مالدارۍ، ښاروالۍ، کار او ټولنيزو چارو، ښار جوړونې، حج اوقاف، څارنوالي، امنيه قومانداني، کادستر او د قضاياوو ادارې شامل دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

بازگشت