د افغانستان دکرنیز ځان بسیاینې پر طرحې د بحث په پار غونډه وشوه

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۸/۵ - ۱۱:۳۵
د افغانستان دکرنیز ځان بسیاینې پر طرحې د بحث په پار غونډه وشوه


۵ لړم ۱۴۰۱ه‍.ش
۱ ربیع‌الثانی ۱۴۴۴ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي په مشرۍ او د یوشمېر اداراتو د استازو په شتون کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د ځان بسیاینې پر طرحې د خبرو اترو په موخه دکرنې په وزارت کې غونډه دائره شوې وه.
دا غونډه د ا.ا.ا د کابینې غونډې د پرېکړې پراساس دکرنې وزارت د طرحې پر بنسټ، چې د کرنې او مالدارۍ سکټور د ځان بسیاینې او پراختیا په پار د کمپلکسونو جوړول، د کرنې وزارت د رهبرۍ د مالیې ، اقتصاد، اوبو او انرژۍ وزارتونو، د چارو ادارې لوی ریاست او د ملي پراختیا شرکت د استازو په ګډون دکرنې په وزارت کې په لاره اچول شوې وه.
دکرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي دې ته په ټینګار سره چې اوس د افغانستان ټول اقتصادي امکانات د افغانستان له کورنیو سرچینو تمولېږي زیاته کړه: «افغانستان هغه مهال واقعي خپلواکۍ او ازادي ترلاسه کوي، چې له اقتصاي پلوه پرځان بسیا شي او دا اقتصادي ځان بسیاینه دکرنې له لارې په لاس راځي او کرنیز ځان بسیاینه د سیاسي ځان بسیاینې لامل کېږي.»
ښاغلی فضلي زیاته کړه: «موږ باید له شته فرصتونو لکه؛ امنیت، اوبه او ځمکه او دغه راز انساني ځواک څخه ګټه پورته کړو، چې دافغانستان کرنه تولیدي شي، اود کورنيو لګښتونو پوره کولو ترڅنګ بهر ته هم خپل کرنیز او مالدارۍ توکي صادر کړي.»
مالي او اداري مرستیال د کډونوالو نظرونه او ړاندیزونه واورېدل او له دوی څخه یې وغوښتل، چې په ګډه د کرنې او مالدارۍ د ځان بسیاینې داسې طرحه ترتیب کړي، چې په کې د کرنې او مالدارۍ محصولاتو ځنځیري ارزښت له تولید تر مصرف پورې ټول په پام کې نیول شوی وی.
په پای کې دکرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي پرېکړه وکړه، چې د کمېټې غړي دې، دکرنې وزارت د مخکني کړنو په رڼاک ې چې په دې برخه کې ترسره شوي دي د کرنیې د ځان بسیاینې پر طرحه کار وکړي ترڅو له توحید او بشپړولو وورسته کابینې ته وسپارل شي.


جلسه‌ی به منظور بحث روی طرح خودکفایی زراعتی افغانستان برگزار شد
۴عقرب ۱۴۰۱ه‍.ش
جلسه‌ی به رهبری مولوی فضل‌الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت به منظور  بحث روی طرح وزارت زراعت جهت خودکفایی زراعتی و مالداری افغانستان با  اشتراک نماینده‌گان چندین اداره برگزار شد.
این جلسه مطابق فیصله کابینه ا.ا.ا به منظور بررسی طرح وزارت زراعت در مورد ایجاد کمپلکس‌ها جهت انکشاف و خودکفایی سکتور زراعت و مالداری تحت رهبری وزارت زراعت با اشتراک نمایندگان وزارت‌های مالیه، اقتصاد، انرژی و آب، ریاست عمومی اداره امور ا.ا.ا و شرکت انکشاف ملی در وزارت زراعت برگزار شد.
مولوی فضل‌الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت با تاکید بر اینکه در حال حاضر تمام امکانات اقتصادی افغانستان از منابع داخلی افغانستان تمویل می‌شود افزود « افغانستان زمانی استقلال و آزادی واقعی بدست می‌آورد که از لحاظ اقتصادی خودکفا شود و این خودکفایی اقتصادی از طریق زراعت بدست می آید و خودکفایی زراعتی باعث خودکفایی سیاسی می‌شود».
آقای فضلی افزود« ما باید از فرصت‌های موجود مانند امنیت، آب زمین و نیروی انسانی فراوان طوری استفاده بکنیم که زراعت افغانستان تولیدی شود و در کنار پوره کردن مصارف داخلی محصولات زراعتی و مالداری خود را به خارج از کشور نیز صادر نمایم».
معین مالی و اداری  نظریات و پیشنهادات  اشترک کننده‌گان جلسه را استماع نموده و از آنها  خواست تا به گونه مشترک طرح خودکفایی زراعتی و مالداری را طوری ترتیب نمایند که در آن زنجیره ارزش محصولات زراعتی و مالداری از تولید الی مصرف در نظر گرفته شود.

در اخیر مولوی فضل‌الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت  فیصله نمود تا اعضای کمیته در روشنی کار‌های قبلی وزارت زراعت که در این عرصه انجام داد شده بالای طرح انکشاف و خودکفایی زارعتی کار نمایند تا پس توحید و تکمیل آن  به کابینه پیشکش گردد.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۹
Background image

پکتیا کې درې زره  بزګرانو ته د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل شوه

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له‌خوا، د افغان سوله جوړونکو موسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوال ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

بازگشت