ننګرهار کې ۲۰۰ کروندګرو سره مرسته وشوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۲ - ۱۵:۳۸
ننګرهار کې ۲۰۰ کروندګرو سره مرسته وشوه

۲ لړم ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۸ ربیع‌الاول ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د خوړو نړیوال پروګرام په مالي او د (SARCDO) مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د کوز کونړ ولسوالی له ۲۰۰ بزګرانو سره د غنمو اصلاح شویو تخمونو، کیمیاوي سرو او اړینوتوکو مرسته وکړه.
د ننګرهار د کرنې ریاست د چارواکو په خبره ددې مرستې په ترڅ کې دغو بزګرانو هر یو بزګرته ۵۰ کیلو د غنمو اصلاح شوي تخم، ۵۰ کیلو توره سره، ۱۰۰ کیلوګرامه سپینه سره، یو کندوچه چې د ۵۰۰ کیلو غلې د ساتلو وړتیا لري او څلور قلمه اړین توکي ورکړل شوي دي.
ددې مرستې موخه د بېوزله بزګرانو ملاتړ او په دې ولسوالی کې دغنمو حاصلاتو زیاتوالی دی.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۶:۴
Background image

د کندز او بغلان په ولایتونو کې د اوبو ایستلو او کرنیزو ځمکو د اصلاح د دوو پروژو پرانیسته

۲۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش

۲۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو ایستلو او کرنیزو ځمکو د اصلاح ریاست چارواکي وایي، چې په کندز او بغلان ولایتونو کې دوه مهمې پروژې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۷
Background image

د کرنې وزارت ویاند دهرات په ولایت کې د غواساتنې له فارمونو څخه لیدنه وکړه

۲۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس مولوی شیرمحمد حاتمي، هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې، د غوا فارمونو له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۴۶
Background image

دهلمند ناوې ولسوالی کې د غنمو اصلاح شوي تخمونو د وېش لړۍ پيل شوه


۲۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، په ناوی ولسوالی کې ۱۵۰۰ کروندګرو ته د دوو جریبو ځمکو لپاره د اصلاح شوو غنمو. . .

بازگشت