پکتیا کې په ۱۹۰ تنه بزګرانو د هوږې تخم وویشل شو

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۲ - ۱۵:۱۷
پکتیا کې په ۱۹۰ تنه بزګرانو د هوږې تخم وویشل شو

  ۲ لړم ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۸ ربیع‌الاول ۱۴۴۴ ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د اړیکو دفتر لخوا مرکز ګردیز، سیدکرم، ګرده څیړۍ،  وزې ځدراڼ، لجه منګل او جاني خیل ولسوالیو  ۱۹۰ تنه په شرایطو برابرو بزګرانو ته د هوږې تخم وویشل شول.
د وېش په دغو مراسمو کې چې د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج عبدالروف سعید، د اړیکو دفتر مسؤل شریف الله ایوبي، د کرنیزو چارو آمر مومند خروټي او یو شمېر بزګرانو ګډون کړی و.
ښاغلي ایوبي وویل، د هوږې دغه تخم ۱۹۰ تنه بزګرانو ته ورکړل شو، چې هر بزګر ته ۲۵ کیلو ګرامه هوږه، ۱۱ کیلو ګرامه سپینه سره، ۱۱ کیلو ګرامه توره سره، یو بیلچه او یو پنجه کش وه وویشل شول.
د پکتیا دکرنې رییس د اړیکو دفتر له کړنو څخه مننه وکړه او وویل چی د هوږې کښت لپاره پکتیا ولایت مناسب اقلیم لري او ښه نتیجه یې ورکړی، موږ هڅه کوو ترڅو د پکتیا بزګرانو ته نوی تکنالوژی او د مختلفو سبو کرکیله ترویج کړو.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

بازگشت