کندهار کې په ۳۹ زره  بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پيل شو

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۲ - ۱۵:۱۹
کندهار کې په ۳۹ زره  بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پيل شو

۲ لړم ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۸ ربیع‌الاول ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې ((FAO په مالي او د (ADA) مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې  ولایت په مرکز او ۱۳ ولسوالیو کې په ۳۹ زره بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو دوېش لړۍ پیل کړی دی.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د کندهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمود مظلوم، د اقتصاد رییس مولوی عبدالسلام بریالی، دیادې مؤسسې د زون مشر ډاکټر فیروز آرین، اویوشمېر نورو چارواکو کډون درلود.
ددې مرستې په ترڅ کې هر بزګرته ۵۰ کیلو ګرامه د غنمو اصلاح شوي تخم، ۵۰ کیلوګرامه ډي.پي.اي او ۵۰ کیلوګرامه یوریا سره ورکول کېږي.
ددې مرستې موخه دبېوزله بزګرانو ملاتړ او په دې ولایت کې دکرنې پراختیا زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

بازگشت