شېرخان بندر څخه دکرنې د سرپرست وزیر لیدنه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۱ - ۹:۴۵
شېرخان بندر څخه دکرنې د سرپرست وزیر لیدنه

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزیر مولوی عطاءالله عمري کندز ولایت ته دخپل سفر په ترڅ کې په شېرخان بندر کې له دولتي تاسیساتو څخه لیدنه وکړه.
ښاغلی عمري د یاد بندر د ګمرک ریاست او د حفاظې او قرنطین مرکز څخه د لیدنې په ترڅ کې د خوراکي توکو د صادراتو او وارداتو په پار د معلوماتو غوښتونه وکړه، چې اړوندو چارواکو ورته د خپلو فعالیتونو په هکله خبرې وکړې.
دکرنې وزارت سرپرست ددې بندر د چارواکو د کړنو د ستاینې ترڅنګ د دوی د فعالیتونو د لا ښه والي په پار دوی ته لازمې لارښوونې هم وکړې.
دغه راز دکرنې سرپرست وزیر د شېرخان بندر دګمرک رییس مولوی اسحاق او د شېرخان بندر د کمیسارۍ مرستیال عبدالرؤف نظرونه واورېدل او دوی ته لازې سپارښتنې وکړې.
کندز د افغانستان له کرنیزو ولایتونو څخه دی، چې د افغانستان د غلې د کندو په نوم هم شهرت لري، په ورته وخت کې د شېرخان بندر چې د وارداتو او صادراتو په برخه کې د هېواد له مهم بندرونو څخه دی، هم ددې ولایت د امام صاحب په ولسوالی کې موقعیت لري.

بازدید سرپرست وزارت زراعت از شیرخان بندر
مولوی عطاء‌الله‌ عمری سرپرست وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در  جریان سفرش به ولایت کندز از تاسیسات دولتی شیرخان بندر دیدن کرد. 
آقای عمری از ریاست گمرک، مرکز حفاظه و قرنطین زراعت و کمیساری این بندر بازدید کرد و در مورد صادرات و واردات محصولات خوراکی خواستار معلومات شد که مسوولان حاضر در مورد کارکردهای شان صحبت کردند.
سرپرست وزارت زراعت با تمجید از کارکردهای مسوولان این بندر در مورد فعالیت‌های شان هدایاتی نیز داد
همچنان سرپرست وزارت زراعت نظریات مولوی اسحاق رئیس گمرک شیرخان بندر و عبدالروف معاون کمیساری شیرخان بندر را استماع نموده هدایت رهنمودی برایشان سپرد. 
کندز از ولایت‌های زراعتی افغانستان محسوب می‌شود که مشهور به کندوی غله افغانستان است می‌باشد   و در عین حال بندر شیرخان بندر  که یکی بنادر مهم کشور در بخش واردات و صادرات است هم در ولسوالی امام صاحب این ولایت موقعیت دارد.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت