د لغمان په علینګار کې په ۳۶۳ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۷ - ۱۹:۲۱
د لغمان په علینګار کې په ۳۶۳ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي


۲۷ تله ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۳ ربیع‌الاول ۱۴۴۴ ه‍.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د (Action Aid) مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د علینګار ولسوالی په ۳۶۳ مستحقو بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل کړ.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د لغمان دکرنې رییس مولوی محمد ولي محسن بزګرانو ته په خطاب کې وویل: «کوم اصلاح شوی دغنمو تخمونه او کیمیاوی سرې، چې تاسو ته درکول کېږي نو پکار دی چې ددې مؤسسې دمسولینو دلارښوونو سره یې سم وکرئ او ټول هغه لارښونې چې دکر څخه تر رفع حاصل پورې تاسو ته ارایه شوی دهغې مطابق ترسره شي تر څو دفي واحد ځمکې څخه لوړ او باکیفیته حاصل ترلاسه شي.»
ددې مرستې په ترڅ کې هر بزګرته ۵۰ کیلو ګرامه د غنمو اصلاح شوي تخم، ۵۰ کیلوګرامه ډي.پي.اي او ۵۰ کیلوګرامه یوریا سره ورکول کېږي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت