ننګرهار: د حیواني کلینیک او مالدارۍ برخو د فعالیتونو څخه لیدنه وشوه

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۵ - ۱۷:۴۹
ننګرهار: د حیواني کلینیک او مالدارۍ برخو د فعالیتونو څخه لیدنه وشوه


۲۵ تله ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۱ ربیع‌الاول ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد پداسي حال کې چې د مالدارۍ خدمتونو او څارویو روغتیا امر محمد ضمیر بهسودی  د دې امریت د مالدارۍ د ترویج لوی مدیر عبدالهادي بابري او د کرنیزو خدمتونو امر نعمت الله اکبري یې ملتیا کوله د مالدارۍ خدمتونو او څارویو روغیتا امریت د حیواني کلینیک او مالدارۍ برخې کې د اوزو او شاتو مچیو فارمونو څخه لیدنه وکړه.
بهسودي د کرنې اداری رییس ته د حیواني کلینیک او مالدارۍ فارمونو په هکله هر اړخیز معلومات ورکړل او زیاته يې کړه چې هره ورځ په لسګونه مالداران خپل مالونه د تداوۍ په موخه دغه کلینیک ته راوړي او د مسؤلینو لخوا يې درملنه ترسره کېږي او د حیواني ناروغیو د مخنیوي په موخه ورته لازمې سپارښتنې کیږي.
د ننګرهار کرنې ادارې رییس خوښې څرګنده کړه او زیاته يې کړه چې د اوزو او شاتو مچیو په روزلو او تکثیر کې باید ګوټلي ګامونه پورته شي، او مالدارانو ته د باکیفیته حیواني نسلونو د روزلو سپارښتنې وشي تر څو دغه سکتور لا پسې پیاوړي شي .

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

بازگشت